لوبې خبرونه

د پاکستان یو بل لوبغاړی هم ټپی شوی دی

د فټنس ستونزې

د اسیا جام لپاره د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې یو بل چټک توپ اچونکی هم د فټنس له ستونزو سره مخ شوی دی او ښایي په لومړۍ لوبه کې ونه لوبېږي نوموړی چې د پاکستان لپاره یو مهم لوبغاړی وو ښايي په اسیا جام ونه لوبیږي

د ملا درد له امله د فټنس ستونزو سره مخ دي

د رسنیو د راپور له مخې، محمد وسیم جونیېر د ملا د درد له امله د فټنس له ستونزو سره مخ دی او د دغه لوبډلې په د تمریناتو په دویمه برخه کې یې ونډه نه درلوده. د پاکستانۍ لوبډلې د رسنیو مدیر ویلي، موږ محمد وسیم جونیېر د ملا د درد له وجې د ايم آر آی سکين لپاره ځایي روغتون ته لېږلی، د راپور له راتګ وروسته به هغه توپ اچونې ته دوام ورکړي

نور یی ولوله | اسیا جام کې چا ډېرې شپږیزي وهلی؟

نور یی ولوله | وسیم اکرم خپل ټيم کې د څیشي کمي احساسوي؟

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې شاهين شاه افريدي د زنګون د ټپي کېدو له امله د اسيا جام سیالیو لپاره له پاکستانۍ لوبډلې بهر شوى و، چې دغه لوبډلې د ځان لپاره لوی زیان وباله.

د اسيا جام سيالۍ چې سبا د افغانستان او سریلانکا په لوبې پیلېږي، پاکستان به خپله لومړۍ لوبه د يکشنبې په ورځ له سرسخت سيال هندوستان سره ترسره کړي.باید یاده کړو چې افغانستان د اسیا جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړې وه اونوي لویغاړي ېې هم پکې شامل کړي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button