Uncategorized

د پرځېدلي جمهوریت سفیر ته د سویډن حکومت؛ افغان سفارت نور خوشی کړه

د سویډن حکومت په هغه هېواد کې له افغان سفیره غوښتي چې سفارت دې نور خوشې کړي

په سویډن کې د افغانستان د پخواني نظام سفیر عباس نویان ته د روان میلادي کال تر پایه وخت ورکړل شوی چې له دندې استعفا ورکړي او سفارت دې په رسمي توګه خوشې کړي.

په سویډن کې افغان سفیر عباس نویان د ( لیندۍ ۲۶مه) په سټاکهولم ښار کې یوې غونډې ته ویلي چې د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ورته په رسمي توګه یادونه کړې چې د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتې تر وروستۍ نیټې دې خپله دنده پرېږدي او سفارت ته دې نه ورځي.

افغان سفارت باید قونسل ته وسپارل شي

هغه زیاته کړې: « ما ته ویل شوي چې سفارت باید د افغانستان اسلامي جمهوريت قونسل ته وسپارم او تر دې وروسته به یوازې د قونسلي خدمتونو برخه فعاله وي.»

ښاغلي نویان د سویډن حکومت د دغه پرېکړې لامل دا بللی چې ګني د نوموړي د استوګنې ویزه پای ته رسیدلې ده.

نور ولولئ: امیر‌خان متقي له مسکو مننه کړي چې دوی ته په نړیوالو ناستو کې کمپاین کوي

نور ولولئ: امیرخان متقي هرات کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل

د افغانستان دغه ډیپلومات وايي،‌ ښايي د سویډن حکومت د دغې پرېکړې تر شا د طالبانو له خوا د هغه لیک تاثیرات اغیزې هم وي چې له مخې یې له لویدیځو هېوادونو څخه غوښتي وو چې د افغانستان په نوم شته ډیپلوماتان له دوی سره رسمیت نه لري.

دا هم ولولئ:  اردوغان: امریکا د اوربند لپاره پر اسرائیلو فشار نه راوړي

په سویډن کې یو شمېر افغانان اندېښنه لري چې ښايي دغه سفارت به یا وتړل شي او یا به هم د طالبانو پلویانو ته په واک کې ورکړل شي.

په افغانستان کې د سویډن د مرستندویه ادارو تړل کېدل

سویډن د افغانستان د سفیر کاري موده په داسې وخت کې پای ته رسوي چې طالبانو په افغانستان کې د سویډن کمیټې مرستندویه دفترونه تړلي او ورته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

تر دې وړاندې په جرمني او په اروپا کې یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د پخواني جمهوري نظام د سفیرانو تر څنګ ډيپلوماتان دې ته اړ کړي چې خپلې دندې پرېږدي.

المان او ناروې هېوادونو بیا د طالبانو سره د جوړ جاړي په پایله کې پرېکړې کړې وې چې په دغو هېوادونو کې سفارتونه د طالبانو غړو یا هم هغه کسانو ته وسپاري، چې په افغانستان کې له واکمنې ډلې سره تعامل کولای شي.

د یادونې وړ ده چې طالبان له دریو کلونو وروسته هم په رسمیت نه دي پېژندل شوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button