د پوهنې وزارت: د نجونو د ښوونځیو لپاره ځانګړی ترتیب چمتو کوو
د پوهنې وزارت سرپرست
د پوهنې وزارت سرپرست مولووي حبیب الله اغا بامیانو ته د خپل سفر په لړ کې وايي چې د نجونو د متوسطو او لېسو د پرانیستو لپاره سلامشورې پیل شوې دي. دغه حکومتي چارواکی چې د ښوونځیو د وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته تللی دی ژمنه کوي چې شته ستونزو ته به رسېدنه وکړي.
مولوي حبیب الله آغا
مولوي حبیب الله آغا څرګنده کړه:«د نجونو د ښوونځو لپاره مو یو ځانګړی ترتیب چمتو کړی دی له ترتیب پرته کار نه کوو، لکه تېر نظام چې نجونې او هلکان یوځای وو اسلامي نظام د دې اجازه موږ ته نه راکوي. په همدې حال تر شپږم ټولګي پورته یو شمېر نجونې زده کوونکې د خپل نا څرګند راتلونکي په اړه اندېښمنې دي او له اسلامي امارته غواړي چې له ځنډ پرته د دوی پر مخ ښوونځي پرانیزي
نور یی ولوله | د ملګري ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت خبرې کېږي
نور یی ولوله | ترکیه : افغانستان سره د ښه سیاسي اړیکو باندې ټینګار وشو
زده کوونکې حمیده
زده کوونکې حمیده وايي:«علم خزانه ده چې ښځه او نر معنویت ته رسوي نو هیله ده هېڅوک له دغه معنویت څخه مه بې برخې کوئ. نرګس یو له هغو بامیانیو نجونو ده چې ښوونځي ته له تګ محرومه شوې ده، نوموړې وایي، وروسته له هغه چې پر وړاندې یې د ښوونځي دروازې وتړل شوې، د ښار په څنډو کې پر دوکاندارۍ بوخته ده
هغه زیاتوي:«له هغې وخته چې ښوونځي تړل شوي دي زده دلته په هټۍ کې کار کوم، زه نه خوښوم چې تول عمر مې په هټۍ کې تېر شي غواړم چې درس ووایم. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ترکیه کې د علماوو د اتحاد په غونډه کې ویلي وو چې د نجونو د ښوونځیو پرانیسته حتمي ده