سات تيرينړیوال خبرونه

د پښتو نامتوسندرغاړې ماه‌جبین قزلباش مړه شوه

وتلې سندرغاړې ماه‌جبین قزلباش پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، له نړۍ سترګې پټې کړې

قزلباش پرون د پېښور په لېډي ريډنګ روغتون کې مړه شوې ده. د راپورونو پر اساس، هغې د زړه ناروغي درلو د. پر هغې د زړه حمله راغلې وه او په لېډۍ رېدنګ کې بستر وه ماه‌جبین قزلباش کلونه کلونه سندرې وبللې او په افغانستان کې هم ډېره پېژندل شوې ده

په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان راډيو مشر لایق‌زاده لایق پرون ماخوستن له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې هغه د پلار له‌خوا د ایران د مشهد او د مور له‌خوا پېښورۍ وه.

لایق‌زاده لایق وویل چې ماه‌جبین قزلباش په ۱۹۷۱ میلادي کال کې په پېښور راډيو کې له سندرو ویلو خپل هنري سفر پیل کړ.

د ماه‌جبین قزلباش درې زامن او یو لور پاتې دي.

لایق‌زاده لایق ازادي راډیو ته وویل چې ماه‌جبین قزلباش د ژوند په وروستیو وختونو کې له ډېر کمزوري اقتصاده کړېده او حتی د ژوند په وروستیو ورځو کې یې د ځان د درملنې وس هم نه‌درلود.

د هغې د مړینې پر خبر پر ټولنیزو رسنیو ډېرو خلکو تبصرې کړې دي.

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي او سیاستوال، افراسیاب خټک پر ټویټر لیکلي چې د قزلباش خدمت به تل د خلکو په یاد پاتې وي او مرګ‌یې د پښتنو د موسیقۍ لپاره لوی زیان بولي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button