ټکنالوجي

د چټ جي پي ټي اغېزناک کارولو اسانه لارې

تاسو که چټ جي پي ټي کاروئ، نو اغېزناکې او غوره لارې انتخاب کړئ

چټ جي پي ټي غوره ټکنالوژي او د ډېرو سهولتونو درلودونکي ده، خو که چېرته دغه نوي ټکنالوژي په غوره بڼه وکارول شي.

نن سبا د مصنوعي ځیرکتیا یا AI د بېلابېلو ماډلونو او اپلیکېشنونو څخه د ژوند په مختلفو برخو کې کار اخیستل کېږي، خو یوه مهمه پوښتنه دا ده چې څنګه وکولای شو دا په موثر او ځیرک ډول وکاروو تر څو واقعاً هغه څه تر تر لاسه کړو چې په درد مو وخوري.

afghan (2)
د چټ جي پي ټي اغېزناک کارولو اسانه لارې

اوس به یواځې د ChatGPT چټ جي پي ټي پر استعمال تمرکز کوو؛ چې څنکه یې په معقول او موثر ډول کارولای شو، د دې لپاره ما تاسو ته پنځه لیکنې یا مثالونه په نظر کې نیولي دي چې په جلا جلا ډول به یې در سره شریک کړم.

له چټ جي پي ټي غوره ځواب تر لاسه کول

ډېری خلک ChatGPT کاروي، خو نتیجه چې څومره باید موثره وي هغسې نده، خصوصاً لوستي کسان او هغوی چې محصلین، استادان او څېړونکي دي د دې په سم نه کارولو سره نشي کولای هغه ځواب تر لاسه کړي چې دوی ورته په تمه دي، همدا ده چې د چټ جي پي ټي کارول پرېږدي او کارونه یې په هماغه کلاسیک ډول روان کړي وي.

afghan (3)
د چټ جي پي ټي اغېزناک کارولو اسانه لارې

مخکې مو هم یادونه کړې وه چې د چټ جي پي ټي په استعمال کې تر ټولو مهمه برخه یاد ماډل ته د فرمان یا Prompt  ورکول دي، یعنې څنکه دا ماډل پوه کوئ چې تاسو څه غواړئ تر لاسه کړئ!؟

نور ولولئ: د مصنوعي ځېرکتیا روباټ ګټې او زیانونه

نور ولولئ: مېټا هم د (چټ جي پي ټي) سیال معرفي کوي

همدې فرمان ورکولو یا پوښتنې کړلو ته Prompt Engineering  وايي چې نن سبا په نړۍ کې یوه له ښو دندو څخه ده چې څنکه یو ماډل یا سیستم تاسو پوه کوئ او متوقعه نتیجه له کمې غلطي سره ترې تر لاسه کوئ.

ډېری خلک چټ جي پي ټي د Content  یا متن د تولید لپاره کاروي چې بشپړ متن پرې تولید کړي چې دا یو ښه فکر ندی او تولید شوی متن به ډېر دقیق او جالب نه وي.

څه کول په کار دي؟

لاندې مرحلې او مثال په نظر کې ونیسئ:

لومړی: په هېڅ صورت بشپړ متن یا لیکنه د چټ جي پي ټي په مرسته مه تولیدوئ، یواځې اصلي عنوان یا موضوع وټاکئ.

دویم: کوم متن یا لیکنه چې تولیدوئ، هغه په کوچنیو برخو ووېشئ او هرې برخې لپاره یې جدا جدا پوښتنه، فرمان یا پرامپټ Prompt  په نظر کې ونیسئ.

afghan
د چټ جي پي ټي اغېزناک کارولو اسانه لارې

درېیم: دا معلومه کړئ چې متن د څه او چا لپاره تولیدوئ، یعنې د دې متن مخاطب یا ویونکی څوک دی.

څلورم: د متن د تولید بڼه مشخصه کړئ، لکه تاسو غواړئ دا متن د مارکېټېنګ لپاره تولید کړئ، د محصلانو یا زده کوونکو لپاره یې تولید کړئ، د علمي او اکاډمیک سیمینار یا کنفرانس لپاره یې تولید کړئ، د عامو خلکو لپاره یې تولید کړئ او د دې په ډول ځینې نور.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button