نړیوال خبرونه

د کجکي بند نن پرانیستل کیږي

د کجکي د برېښنا بند د دوهم فاز کار بشپړ شو

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وایي د کجکي د برېښنا فابریکې د دویم فاز چارې بشپړې او نن رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پرانیستلو مراسمو کې د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال وویل، “راځئ په ګډه او یووالي د خپل هېواد ابادۍ ته کار وکړو.

ملا عبدالغني برادر د کجکي د برېښنا فابریکې د دویم فاز فعالېدل افغانستان ته یو ښه اقتصادي زېری وباله

د هلمند او ګاونډیو سیمو خلک به ۲۴ ساعته برېښنا ولري

په ورته وخت کې د طالبانو مرستیال لومړي وزیر مولوي عبدالسلام حنفي پرانیستغونډه کې وویل، په دې هلمند او ګاونډیو سیمو وګړي به ۲۴ ساعته برېښنا ولري او د فابریکو د برېښنا ستونزه به حل شي. هغه وویل، له ټولو ګاونډیانو سره د سولې اړیکې غواړي، او هېڅکله به د افغانستان خاوره د خپل ګاونډي پرضد ونه کارول شي، موږ هم د مقابل لوري مثبت تعامل غواړو.

نور یی ولوله | د تاشکند غونډه ختمه شوه طالبان یې بریالۍ بولي

نور یی ولوله | د کابل پوهنتون ۲۵۰ بستونه تنقیص شوې دي

ترکي ۷۷ شرکت د کجکي د برېښنا په دوهم فاز کې پانګونه وکړه

نوموړي د ترکي ۷۷ په نامه شرکت مننه وکړه چې د کجکي برېښنا دویم فاز کارونو کې یې پانګونه کړې ده. پر همدې مهال‌، په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین ای پرانیستغونډه کې وویل، ترکیه او افغانستان ژورې او نژدې اړیکې لري چې د کجکي پروژه یې یوه نمونه ده. ده وویل، بشپړه شوې پروژه د برېښنا سربېره د کروندګرو لپاره هم حیاتي ارزښت لري. دغه بند به کندهار او هلمند ته په پوره ډول برېښنا چمتو کړي.

نوموړي وویل، “دې پانګونې ته باید د ژورو کلتوري، تاریخي او اقتصادي اړیکو د پایلې په سترګه وکتل شي، پر دې پروژه ۱۶۰ میلیون امریکايي ډالره پانګونه شوې. د دې پروژې تړون په ۲۰۱۶ کال د تېر حکومت د برېښنا وزارت او د ترکيې د ۷۷ ودانیز شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و، خو چارې یې دوه کاله د خراب امنیتي وضعیت له کبله وځنډېدې.

پرون پر فراه رود د بند د جوړولو لپاره بخش آباد ته ولاړو. ماپښين مو نيمروز کي کمالخان بند وکوت او نن شپه مو کجکي ته راورسول. سبا د کجکي سل ميګاوات برق د خيره افتتاح کيږي. دا برق به کندهار ته ځي. همدااوس مي کندهار ته د ۱۵ زره کيلووات سولري برق خبري د ترکيي د کمپني د مدير سره وکړی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button