ټکنالوجيژوند

د کرونا ضد واکسین جوړونکو د نوبل جایزه وګټله

هغې جوړې ته د نوبل جایزه ورکړل شوه چې د کرونا یا کویډ۱۹ ضد واکسین یې جوړ کړي و

د فزیولوژي او درملو په برخه کې د نوبل جایزه د ساینس پوهانو یوې جوړې ته ورکول شوه. دوی هغه ټېکنالوژي رامنځته کړې چې د (اېم، ار، اېن، اې) کوویډ واکسینونو جوړولو لامل شوې.

دا جایزه به په ګډه ډاکټر کاتالین کاریکو او ډاکټر ډریو ویسمن تسلیم شي. دا ټېکنالوژي د کورونا وبا څخه مخکې تجربه شوې وه چې اوس په نړۍ کې میلیونونو خلکو ته ورکول شوې.

د اېم، ار، اېن، اې ټکنالوژي کوم فعالیت کوي؟

د (اېم، ار، اېن، اې) ټېکنالوژي اوس د سرطان په ګډون د نورو ناروغیو لپاره هم څېړل او ارزول کېږي.

د نوبل جایزې کمیټې ویلي: “د جایزې ګټونکو په اوسني عصر کې د انسانانو روغتیا ته له خطره په یوه ډک وخت کې د واکسین په جوړولو او پرمختیا سره ډېره مرسته کړې.”

نور ولولئ: محبوبه سراج د سولې د نوبل جایزې ته نومانده ده

واکسینونه د معافیت سیسټم روزي چې ګواښونه وپېژني او مبارزه ورسره وکړي؛ د بېلګې په توګه ویروسونه یا باکتریاوې.

د واکسین دودیزه ټېکنالوژي د اصلي ویروس یا باکتریا د مړو یا کمزورو نسخو پر اساس جوړېږي او یا هم د انتاني برخو ټوټې پکې کارول کېږي. خو برعکس، د (اېم، ار، اېن، اې) واکسین په بشپړ ډول مختلفې لارې او طریقه کارولې دي.

نور ولولئ: د د کن فستیوال جایزه ګټونکی فلم

د کوویډ وبا پر مهال، موډرنا او فایزر/بایو ټیک واکسین دواړه د (اېم، ار، اېن، اې) ټېکنالوژۍ پر اساس رامنځ ته شوي وو.

ددې جوړې له یوه او بل سره لیدنه

ډاکټر کریکو او ویسمن د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې هغه مهال سره لیدلي وو چې دوی د امریکا د پنسلوانیا په پوهنتون کې کار کاوه.

تېر کال د کیميا په برخه کې د “لیګو” نوبل نړیواله جایزه درېیو هغو څېړونکو ته ورکړل شوې وه چې د ماليکولونو په تړلو یا کلېک کېمیسټري یې کار کړی و.

هغه درې څېړونکي کرولاین بېرتوزي، مارټن مېډال او بري شارپلېس وو چې د کیمیا په برخه کې یې د نوبل جایزې لس مېلیون کرونه یا څه باندې نهه لکه امریکايي ډالره جایزه خپلو منځونو کې ووېشله.

نوبل جایزه له ۱۹۰۱ کال راهیسې د نړۍ له بېلابېلو برخو هغو ښځو او نارینه‌و ته ورکول کېږي چې د فیزيک، کیمیا، طب یا درملو، ادبیاتو او سولې په برخه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې وي.

دا جایزه د الفرېډ نوبل په نامه ده. هغه یو سويډنی مخترع، سوداګر او څېړونکی و چې شعرونه او ډرامې یې هم لیکلې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button