سات تيرينړیوال خبرونه

د کرونا له وجې۷۰ زره سینماګانې بندې شوي دي

د کورونا ويروس چې ټوله نړۍ ترې متاثره شوې ده او له ډېرو خلکو يې ژوند هم اخيستى دى، د همدې ويروس له امله تراوسه پورې ٧٠ زره سينماګانې هم بندې شوې دي. د ٢٠١٩ کال په پاى کې د کورونا ويروس د چين له ووهان ښار څخه خپور شو او په ټوله نړۍ کې يې تر ١٠٠ زره زيات کسان پرې ککړ شوي دي.

د بزنس انسايډر د راپور په وېنا، د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره په چين کې د فلمونو نندارې ته وړاندې کول هم ځنډېدلي دي او همدا راز په دې څه وخت کې ٧٠ زره سينماګانې هم تړل شوې دي. د سينماګانو د بندولو له امله د نوي کال په لومړنيو دوه مياشتو کې د چين فلم انډسټري له ٢ ميليارده امريکايي ډالرو تاوان کړى دى.

ځکه تېر کال په همدې مياشتو کې د چين فلم انډسټرۍ تر ٢ ميليارده زيات ډالر ګټلي و، خو سږ کال دا شمېره يوازې ٣٠٠ ميليونه ده. همدا راز په چين کې د ٧٠ زره سينماګانو د بندېدو له امله د فلمونو نندارې ته وړاندې کېدل هم ځنډېدلي دي، چې په دې برخه کې هم فلم انډسټرۍ څه کم دوه ميليارده امريکايي ډالر تاوان کړى دى.

بل لوري ته د کورونا ويروس له ويرې د انګليسي يا هالي ووډ فلمونو ثبت او نندارې هم له ځنډ سره مخ شوي دي، چې په دې کې د جېمز بانډ مشهور فلم هم شامل دى چې په ايټاليا کې يې ثبت وځنډېده. د فلمونو د ثبت له ځنډېدو سره سم يو شمېر سندرغاړو خپل هغه کنسرټونه هم لغوه کړي دي چې په بېلا بېلو ښارونو کې ورکول کېدل.

د فلمونو د ثبت او د کنسرټونو لغوه کېدو له امله هم د هالي ووډ سينما په ميلياردونو تاوان کړى دى.

همدا راز د لوبو ستر فيسټيوالونه او همدا راز نورې سترې غونډې چې په نړيواله کچه ترسره کېدونکې وې، هم د کورونا ويروس له امله د ځنډ ښکار شوي دي.

د يادولو ده چې د کورونا ويروس له امله د سينماګانو بندول، د فلمونو نندارې ودرول، د فلمونو ثبت ځنډېدل او کنسرټونو لغوه کول ښايي فلمي نړۍ ته شاوخوا ١٠ ميليارده ډالره تاوان ورسوي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button