عبدالحق همکار: د افغانستان برښنا سکتور لا ډېر کار او ملاتړ غواړي

د افغانستان برښنا سکتور؛ د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار وايي، د برېښنا د تولید په برخه کې د تخنیکي ظرفیت لوړولو، تجهیزاتو برابرولو او د خدماتو د ښه کېدو لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده.
همکار دا څرګندونې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په همکارۍ د برېښنا شرکت د مرکزي او ولایتي واحدونو د جنراتورونو د تخنیکي کارکوونکو د پنځهورځني روزنیز پروګرام په پای کې کړې دي.
د جنراتورونو د تخنیکي کارکوونکو روزنه
په دې روزنیز پروګرام کې کارکوونکو د ډیزلي جنراتورونو د سنکرون کولو، ولتاژ او فریکونسۍ د تنظیم، د فازونو د همغږۍ او د جنراتورونو د موازي نښلولو په اړه عملي او تخنیکي زده کړې ترلاسه کړې. د افغانستان برښنا سکتور لا ډېر کار او ملاتړ غواړي
د روزنې یوه برخه د بار وېش او د کنټرول او حفاظتي سیسټمونو د کارونې لپاره هم ځانګړې شوې وه.
د افغانستان برښنا سکتور ته تخنیکي ظرفیتونه مهم دي
د افغانستان برښنا شرکت وايي، د برېښنا د تولید او خدماتو د دوام لپاره د مسلکي کارکوونکو روزنه او د اړینو تخنیکي وسایلو برابرول مهم دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازي اګور ملګراټي ویلي، دوی به د برېښنا شرکت سره د تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د پروګرام په پای کې ګډونوالو ته د روزنې تصدیقپاڼې هم ورکړل شوې.



