ځایینړیوال خبرونه

رحمت الله نبیل: طالبان د نړیوالو د غوښتنو له پوره کولو عاجز دي

دغه پخوانی لوړپوړی امنیتي چارواکی وايي، طالبان له نړیوالو امتیاز غواړي خو دوی امتیاز ورکولو ته چمتو نه دي

رحمت الله نبیل د ملګرو ملتونو پر دغه فرضیه نیوکه کوي او زیاتوي چې د ملګرو ملتونو ګزارش لیکونکي د افغانستان د اوسني وضعیت له درک عاجزه دي او نه شي کولی چې اوسنی وضعیت په کامله توګه درک کړي.

نور ولولئ: رحمت الله نبیل:طالبان د سولې خپلمنځي خبرې ځنډوي

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر وايي، د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور په دې اساس چمتو شوی چې دغه ډله به د نړیوالې ټولنې د غوښتنو پر وړاندې پاتې راولي. رحمت الله نبیل دغه فرضیه ناسمه وبلله او ویې ویل چې طالبان غواړي پرته له دې چې څه ورکړي، امتیاز غواړي.

دغه راپور د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا غړو ته وړاندې شوی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلی اوغلو د خپل ماموریت په پای کې د افغانستان د وضعیت او له طالبانو سره د اړیکو په اړه یو راپور چمتو کړی چې د چهارشنبې په ورځ د دغه سازمان د سرمنشي انتونیو ګوتریش له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته وړاندې شو.

په دغه راپور کې چې په یو ډول له طالبانو سره د جوړجاړي او اړیکو، لارنقشه ښودل شوې، ویل شوي چې نړیوالو ژمنو ته د طالبانو ژمنتیا او د سیاسي بهیر پیل چې د یوه جامع اساسي قانون د رامنځته کېدو لامل کېږي، له دې ډلې سره به د نړۍ د اړیکو د عادي کیدو لامل شي.

نور ولولئ: د افغان سولې په اړه د نبیل دریځ څه دی؟

خو رحمت الله نبیل د چهارشنبې په ورځ په اېکس ټولنیزه پاڼه دغه راپور نیمګړی وباله او ویې ویل چې دا په ترکیه کې د امریکا د پخواني سفیر اریک اډلمن او انډریو وایلډر چې دواړه د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې کار کوي، تر اغیز لاندې چمتو شوی دی.

ښاغلي نبیل د دغو دوو پخوانیو امریکايي چارواکو پر څرګندونو نیوکه کړې ده.

دا راپور د ټام ویسټ نظر ته نږدې دی

دغه پخواني افغان امنیتي چارواکي وړاندې لیکلي چې، د سینیرلي اوغلو راپور د افغانستان له پاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ نظر ته نږدې دی چې د هغه په وینا د طالبانو په وړاندې د بندیزونو د کمولو ملاتړ کوي.

ښاغلي نبیل زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د همغږي کونکي د راپور خپرېدل د ډسمبر په میاشت کې پر طالبانو د بندیزونو د غځولو له مسلې سره هممهاله شوی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر د دغه راپور په اړه د طالبانو غبرګون ته په اشارې سره ویلي چې، طالبان له خپل دریځ څخه په دې باور دفاع کوي چې نړیواله ټولنه به د دې ډلې غوښتنو ته غاړه کېږدي.

دغه پخواني جګپوړي امنیتي چارواکي د ځینو وتلو افغان چارواکو او شخصیتونو په دریځ هم نیوکه وکړه چې «د شخصي ګټو یا بهرنیو پروګرامونو له امله د طالبانو د اصلاح کولو دسیسې ته دوام ورکوي او غولوونکې چارې جاري ساتي.»

رحمت الله نبیل هغه پخوانی چارواکی بلل کېږي چې د ولس په منځ کې تر نورو باوري او د طالبانو په مقابل په خپل دریځ ثابت پاتې شوی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button