رسنیو سره مشورتي ناسته ترسره شوه
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د رسنیو د ستونزو د حل لپاره خپلې وروستۍ هڅې کوي. ښاغلي مجاهد له رسنیو سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مشورتي او همغږۍ ناسته کې، زیاتوي چې په هېواد کې د رسنیو پیاوړتیا د اسلامي امارت پایسي ده..
رسنی
په دغې ناسته کې د اطلاعاتو او رسنیو په برخه کې پر بېلابېلو مسایلو د نظر ادلون بدلون وشو. د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد وايي:«په هېواد کې زموږ نشرات او رسنیز فعالیتونو د هېواد حیثیت لوړوي، هرڅومره چې زموږ رسنۍ غښتلې، موثقې او مسکلي وي په هماغه اندازه د هېواد رسنیز حیثیت ته ګټور دی دا موږ او تاسو ټولو مسوولیت دی
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو هم په دې غونډه کې له رسنیو سره پر همکارۍ ټینګار وکړ. د دغه وزارت سرپرست له ټولو رسنیو وغوښتل چې، اسلامي ارزښتونو ته په پام سره حقاق بیان کړي. د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وویل:«باور وکړئ چې ستاسو ستونزه زموږ ستونزه ده، دا وزارت نیم د حکومت دی او نیم د رعیت. ټولې رسنۍ حق لري هره ستونزه چې وي را دې شي او له موږ سره دې شریکه کړي او موږ له دوی (رسنیو) دفاع کوو.
نور یی ولوله | حامد کرزی د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو او ښوونځيو د پرانیستو لپاره غوښتنه وکړه
نور یی ولوله | انستان کې د اقتصادي وضعیت په هکله د سره صلېب نړۍوالې کمېټې اندېښنه
د رسنیو استازو سره غونډه
په دې غونډه کې د رسنیو ځینو استازو هم د خپلو رسنیزو چارو پر وړاندې خپلې ستونزې په ډاګه کړې چې د سرپرست حکومت چارواکو د دغو ستونزو د حل ډاډ ورکړ. د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، هڅې کوي چې، د رسنیو د ستونزو د حل لپاره د رسنیو له مسوولینو سره د ورته غونډو په شمېر کې ډېروالی راولي