نړیوال خبرونه

روسیه : د افغانستان حل همه شموله حکومت جوړول دی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې مسکو په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتونکی دی. ښاغلي کابلوف له سپوټنیک خبري شبکې سره په مرکه کې وایي، چې د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل د ټولنې د عادي کولو پر لور لومړنی ګام دی 

افغانستان کې همه شموله حکومت 

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وویل:«د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل د ټولنې د عادي کېدو پر لور لومړنی ګام دی، چې د نجونو لپاره زده کړې او افغان ښځو او نورو خلکو لپاره کاري فرصتونه په کې شامل دي، ځکه ژمی په رارسېدو دی. موږ په ځيرتیا سره د افغانستان اقتصادي وضعیت او د اساسي توکو او خوړو کمښت ترنظر لاندې لرو، څو د عادي افغانانو د لوږې او نورو محرومیتونو مخه ونیسو.

د طالبانو حاکمیت 

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ټینګار کړی دی، چې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو د امریکا له لوري داسې شواهد نه ویني، چې دا موضوع ثابته کړي. ضمیر کابلوف څرګندوي:«په واقعیت کې زه په کابل په ځلونو ډېر باور لرم، د څرګندو دلایلو پر بنسټ، تر اوسه د کابل حکومت اعتراف نه دی کړی او په رسمي توګه یې له امریکا نه د هغوی د دې ادعا په تړاو چې ګواکې الظواهري یې وژلی دی، د سند غوښتنه نه ده کړې.

نور یی ولوله | د ازموینو اداره: چمتو یو چې د کانکور امتحان ترسره کړو

نور یی ولوله | فیض‌اباد کې د یوه کتابتون له پرانیستل کېدو د فرهنګیانو او اوسېدونکو هرکلی

په دې مرکه کې ښاغلی کابلوف ویلي دي، چې طالبان باید د رسمیت پېژندنې په پار په خپلو کورنیو چارو کې اصلاحات راولي. د ده په وینا د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل د هغه په کورنیو سیاستونو پورې تړلې دي. د نړۍوالو چارو شنونکی سید جواد سجادي وايي:«نړۍواله ټولنه او ستر ځواکونه ښه پوهېږي چې په افغانستان کې ټیکاو او تلپاتې سوله د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په ګرو کې ده هغه حکومت چې وکړای شي د افغانستان له ټولو واقعیتونو استازیتوب وکړي.

 د روسیې دریځ

د سیاسي چارو شنونکی سید ذاکر الله هاشمي هم څرګندوي:«پراخ بنسټه دی ځکه چې د افغانستان ټول خلک په کې ګډون لري، پښتو ژبي وروڼه دي، تاجیکان دي، ازبیکان دي او هزاره وروڼه دي، بیا اړیتا نشته چې ټول خلک وزیران وي. تر دې وړاندې د شانګهای همکاریو سازمان د ازبیکستان په سمرقند کې په یوې غونډه کې په افغاستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button