نړۍ خبرونه

چین کولای شي د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کي کومک وکړي

د المان د بهرنيو چارو وزیرې انالېنا بېربوک له چين څخه غوښتي چي د اوکراین پر وړاندې د روسيې د جګړې په اړه خپل دریځ روښانه کړي. دې وویل چې بې طرفي د بریدګر سره د پلوۍ معنی لري

د المان د بهرنيو چارو وزیرې انالېنا بیربوک له چين څخه غوښتي چي پر اوکراين د روسیې د یرغل په وړاندي  دریځ روښانه کړي. هغې وویل:” بې طرفي د بریدګر سره د پلوۍ معنا لري.”

نور ولولئ: ستولتنبرګ وايي د اوکراین واقعي ځای په ناټو کې دی

د المان د بهرنيو چارو وزیرې انالېنا وویل: که چیري چین پرېکړه وکړي، نو د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کي مهم او اغیز لرونکی رول لوبولای شي.

بیربوک په برلین کي له خپل  چینايي سیال سره تر ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل: “چین د ملګرو ملتونو د دایمي غړي په صفت کولای شي د جګړې په پای ته رسولو کې خپل اړین او اغیزناک رول ولوبوي، خو په دې صورت چې دغه کار ته هوډ وکړي.”

بېربوک په برلین کي د چین د بهرنيو چارو د وزیر چین ګنګ کوربنه وه

ټاکل شوې ده چې د چین د بهرنيو چارو وزیر ناروې او فرانسې ته هم سفر وکړي.

د چین حکومت ادعاء کوي چې د اوکراین په جګړه کې بې طرف دی او هیله لري چې د دغه هیواد د سولي وړاندیز به د جګړې د منځګړيتوب لپاره یو دریځ ثابت شي. په ملګرو ملتونو کي بیجینګ د هغو هڅو مخه ډب کړې چې په اوکراین کې د روسیې د یرغل د غندلو له امله کیږي.

نور ولولئ: اوکراین او روسیې سلګونه بندیان تبادله کړي دي

چین ګنګ د بیربوک ترڅنګ خبریالانو ته وویل: “چین په ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا د تلپاتې غړي او د یو لوی مسوول هېواد په صفت نه له هاغه پلوه د جګړې د اور ننداره کوي او نه هم تیل ور پاشي.”

د چیني شرکتونو د احتمالي بندیزونو په اړه خبرې اترې

له هغه وخت راهېسې چې روسيې پر اوکراین نظامي یرغل کړی، لوېدیځ هیوادونه چین تورنوي چې له مسکو څخه سیاسي او مادي ملاتړ کوي.

نور ولولئ: روسیه: د اوکراین باخموت ښار مو نیولی؛ اوکراین وايي جګړه لا روانه ده

ټاکل شوې ده چې د لویدیځو هیوادونو سفیران د روسیې په وړاندي د بندیزونو په ګډون د هغو چینی شرکتونه چې د روسي پوځ په ملاتړ تورن دي د احتمالي بندیزونو په اړه ملاقات وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button