سات تيري

زوم ته د يوه ملګري ډالۍ

یوه ځوان د خپل زوم ملګري د واده تالار ته اس د ډالۍ په توګه بېولی

په سعودي عربستان کې یوه ځوان د خپل ملګري واده کې هغه ته یو اس ډالۍ او د واده تالار ته تر پړي نیولی ورسره بېولی چې پر خواله رسنیو دې پېښې ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي دي.

ددې پېښې وېډیو هم پر خواله رسنیو ډېره لاس په لاس شوې ده.

ځینو د دغه ځوان دا کار ستایلی او نورو بیا ملنډې پرې وهلې دي.

نور ولولئ: د نړۍ تر ټولو اوږد واده کوم دی چې د ګينس په کتاب کې ثبت شوی دی؟

د دغه ځوان د اس ډالۍ زوم او ناوې هم هک پک کړي دي.

نوموړی ځوان وايي له ملګري سره یې ډېره مینه وه نو ځکه یې اس ورته ډالۍ او د واده تالار ته ورسره بوت.‌

دغه ځوان د واده تالار کې اس تر پړي نیولی او خپل ملګري ته د اس نسب او اصیل نسل بیانوي.

دا ډالۍ ورکوونکی ځوان وايي: دا چې له ملګري سره یې ډېره وفاداري ښيي، نو ځکه یې تر اس بله قېمتي ډالۍ ورته ونه موندله.

د هند په نامه د خواله رسنیو یوې پاڼې لیکلي: “د اس دا ډالۍ به دې زوم ته د واده او خوښۍ له تالار بتيد بهر ورکړل شوې وای و یا دا چې د اس پر ځای به دې پیسې ورکړې وې.”

خو ډالۍ ورکونکی ځوان د دغه ادعا په ځواب کې بيا وايي

الچاپو بیا لیکلي: له اس سره مې زښت ډېره مینه ده، ایا پوهېږئ چې د یوه اصیل عربي اس بیه تر ۷۰ زره کویتي دیناره اوړي؟

د الچايو په نوم دغه کس د ډېرې مينې ښودلو او وفادارۍ له مخې دا کار کړی او زياته کړې يې ده چې ” آس يو وفادار حيوان دی، ما ډېر سوچ وکړ له آس نه مې ښه ډالۍ بله ونه مونده چې خپلې ملګری پرې ونازوم. دا اس د اسونو په ډولونو کې تر ټولو اصيل آس دی.”

نور ولولئ: د خوشحاله واده لس رازونه

د ودونو په خوښيو کې ملګري يو بل ته بېلابېل توکي ډالۍ کوي خو دا لومړی ځل دی چې يو کس خپل ملګري ته آس ډالۍ کوي.

د اس ډالۍ کولو دغې پېښې په دې خاطر هم بېلابېل غبرګونونه راپارولي چې د خوښيو د مراسمو تالار ته يې دغه آس له ځان سره بیولی او د ډالۍ کولو پر مهال په ويډيو کې ليدل کيږي چې آس زوم ته تشريح کوي.

په ويډيو کې ښکاري چې مراسمو ته ټول ورغلي ميلمانه دغه ځوان ته ګوري او حيران دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button