ژوند او ټولنه

سبزیجات او مېوې خوړل د ماشومانو ذهني وړتیاوې زیاتوي

ماشومان به هوښیار وي که دوی ته هره ورځ سبزیجات او میوې ورکړل شي

پر بریتانیه کې پر نهه زره شاوخوا ماشومانو یوه څېړنه ترسره شوې او معلومه شوې ده چې که چېرته ماشومانو ته هره ورځ سبزیجات او مېوې ورکړل شي نو هغه ماشومان به تر ډېره هوښیار او ځیرک وي.

دا مواد د عمومي روغتیا لپاره خورا ګټور دي

که څه هم له دې وړاندې په دې اړه ډېرې څېړنې شوي دي او په هره څېړنه کې د سبزیجاتو او مېوو د ګټو په اړه حیرانوونکې پایلې لاسته راغلي او ویل شوي چې یاد توکي د مجموعي روغتیا لپاره ډېر ګټور وي.

له دې نوې څېړنې څخه موندل شوې، هغه ماشومانو چې په ورځ په څومره ډېره اندازه مېوې او سبزیجات استعمالول، د هغوی ذهني او احساساتي وړتیاوې د نورو په پرتله ډېرې وې.

ور یی ولوله | په هېواد کې د وینې سرطان ناروغانو د درملنې لپاره د امکاناتو نه‌شتون

 نور یی ولوله | کوم خواړه مو حافظه پياوړې کوي؟

دغه راز هغه ماشومان چې هغوی سباناری یا ناشته نه کوله او یا یې د غرمې ډوډۍ نه خوړله د هغوی دماغي وړتیاوې هم له منځنۍ کچې څخه هم کمې ښودل شوي دي او هغه کسان چې په ناشته کې انرژي مشروبات څښل د هغوی ذهني وړتیاوې هم کمې وې.

څېړونکې وایي د ماشومتوب ورځنۍ چارې او وړتیاوې زموږ پر ټول ژوند اغېزې کوي او په راتلونکې ژوند کې نور هم ډېرېږي، نو اړینه ده چې د ماشومتوب خوراک ته ډېر پام وکړو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button