سات تيري

ستاسو د ویښتانو د تویېدو عمده لاملونه څه دي؟

د ویښتانو تویېدل ګڼه لاملونه لري، خو موږ یې دلته څو مهم لاملونه بحث کوو

که تاسو نارینه یاست یا ښځینه، د وېښتو توېیدل درته یوه ډېره عامه ستونزه ښکاري، خو همدا موضوع د یوه شخص پر احساساتو اغېز کوي او بیا دا احساساتي اغېزه په ژوند کې په لویې ستونزې بدلېږي.

د وېښتانو توېیدو ډیر لاملونه شته، چې د هر شخص له ژوند سره تړلي وي.

afghan (36)
ستاسو د ویښتانو د تویېدو عمده لاملونه څه دي؟

بله دا چې د وېښتو توېیدل د موسمي عواملو له امله هم کېدی شي.

د ویښتانو تویېدل او انفرادي عوامل

په انفرادي لاملونو کې ممکن جینونه، یا د روغتیا اړوند عوامل شامل وي.

د وېښتانو د توېیدو ځینې لاملونه زموږ له کنټروله بهر دي او جنیټیکي جوړښت یې عمده لامل دی.

همدارنګه، د هورمونونو (انډرایډ الوپیسیا)، چې په نارینه وو کې عام دی او په ښځو کې نادر دی.

afghan (38)
ستاسو د ویښتانو د تویېدو عمده لاملونه څه دي؟

زیاتره مېرمنې د ماشومانو تر زیږون وروسته د هورمونونو د توازن کمښت له امله د وېښتو توېیدو سره مخ کېږي. په مېرمنو کې د وېښتو توېیدل د تایروییډ یا طبیعي هورمون بدلونونو له امله کېدای شي.

نور ولولئ: ښځه او خاوند باید څنګه یو او بل ته مینه ورکړي؟

نور ولولئ:  توکسو پلازموزس څه ډول ناروغي ده؟

دغه راز د وېښتو توېیدل د ځینو درملو خوړلو یا ناروغیو له امله هم وي. چې خورا عام یې د سرطان ناروغۍ درملنې پر مهال د کیموتراپي او رادیوتراپي کارول دي.

afghan (41)
ستاسو د ویښتانو د تویېدو عمده لاملونه څه دي؟

د بدن معافیت ټېټېدل هم د وېښتو د توېیدو بل لامل کېدای شي ، چې یوازې د منظمې درملنې سره یې کنټرول ممکن دی.

ځینې فنګسي ناروغۍ یا ستونزې لکه د خارښت د وېښتو لپاره بله ستونزه ده. ذهني فشار یو بل لامل دی چې کېدای شي وېښته ورسره تویې شي.

د وېښتو غوړول او مساج ورکول اړین دي، خو د جیل یا سپرې دوامداره کارول بیا خطرناک

د ویښتو د ښې ودې لپاره باید څه وکړو؟

متخصصینو د وېښتو د ښې ودې او ساتنې لپاره د ځینو تدابیرو وړاندیز کړی دی.

لږ تر لږه په اونۍ کې دوه ځله د ناریال په تودو تېلو د سر پوستکی مالش کړئ او بیا خپل سر ومینځئ.

afghan (40)
ستاسو د ویښتانو د تویېدو عمده لاملونه څه دي؟

ژر ژر خپله شامپو مه بدلوئ.

د ویښتو وچولو لپاره هر وخت دستمال مه کاروئ.

د خرابې هوا او دوړو په وخت کې سر پټ کړئ چې وېښتان مو سخت وچ نه شي.

وېښتان هر وخت خلاص یا پرانیستي مه پریږدئ.

په پرله پسې ډول پر وېښتو سټایلونه جوړول، د ښکلا لپاره د جېلونو یا سپرېګانو دوامداره کارول هم د وېښتو د توېیدو لامل کېدی شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button