لوبې

سریلانکا د اسیا جام له کوربه توب څخه بخښنه وغوښته

د سریلانکا کرکټ بورډ د اسیا جام سیالیو له کوربه توب بښنه غوښتې ده

د سریلانکا کرکټ بورډ د اسیا جام له کوربه توب څخه بخښنه غوښتې ده، په دې  اړه د سریلانکا کرکټ بورډ د اسیايي کرکټ شورا (اې سي سي) ته رسمي خبر ورکړی دی، چې موږ د اسیا جام کوربه توب نه شو کولای.

اسیا جام به سږ کال ترسره شي

د سریلانکايي رسنیو د راپورونو په وېنا، د سریلانکا کرکټ بورډ تېره ورځ د کرکټ اسیايي شورا له خپلې تازه پرېکړې څخه خبره کړې ده. ځکه چې په سریلانکا کې د سیاسي حالاتو له وجې د اسیا جام ترسره کول ممکن نه دي. په راپورونو کې ویل شوي دي، چې د سریلانکا کرکټ بورډ له خوا په رسمي توګه د اسیا جام د کوربه توب څخه د بخښنې وروسته تراوسه پورې دا پرېکړه نه ده شوې، چې سږکال به اسیا جام په کوم هېواد کې ترسره کېږي.

نور یی ولوله | شپږیزه: سپین غر د ۸ ویکټو په ستر توپیر بریا خپله کړه

نور یی ولوله | محمد نبي او زوي ېې هم په شپږيزه کې لوبیږي

سریلانکايي رسنۍ وايي، چې د اسیا جام لپاره به لومړی د سریلانکا کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو له کرکټ بورډ سره خبرې کوي، ځکه کوربه توب یې د سریلانکا په غاړه دی، نو که هلته ترسره کېږي، هم د کوربه توب چارې به د سریلانکا کرکټ بورډ ترسره کوي. بلخوا دا خبره هم شته دی، چې کېدای شي، سږکال د اسیا جام سیالۍ په هند کې ترسره شي، خو په دې اړه تراوسه پورې وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د یادولو ده، چې څو ورځې وړاندې هندي رسنیو هم په دې اړه یو خبر خپور کړی و او لیکلي یې و، چې د سیاسي حالاتو له وجې اسیا جام په سریلانکا کې نه ترسره کېږي او د اسیا جام په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېدو پرېکړه شوې ده. د یادونې ده، چې د اسیا جام سیالۍ د اګست په ۲۷مه نېټه پیلېږي، چې د سپتمبر تر ۱۱مې نېټې پورې به دوام وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button