نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

سعودي شیخ :تراویح دجوماتونوپرځائ کورونو کې وکړئ

لکه څنکه چې مونږ او تاسو ته معلومه ده چې کرونا ناروغي د نړئ ګډ ګډ ته خپره شوې ده او عام وګړو ژوند یی متاثره کړئ. دغه ناروغي ورځ تر بله په زیاتېدو ده او هره ورځ په زرګومنو کسان په اخته کيږي په دغې ناروغئ باندې د ۲۰ اکو نه زیات کسان اخته شوي  او له یو نیم لک نه زیات کسان له دې ناروغئ له امله مړه شوي دي دغې ناروغې له وجې د نړئ  نیم نه زیات هېوادونو کې لاک ډاون قرمطین شوي او عام وګړي نشي کولئ له خپلو کورونو نه  په ازاده توګه ووځي او په اسلامي هېوادنو کې علماو فتوا ورکړې چې عام وګړي دې له کورو نه وڅي او لمونڅ دې په کورونو کې کوي

په همدې لړ کې د سعودي شیخ پرون جمعه په ورځ  فتوا ورکړه ، چي روژې میاشت کي هم تراویح  او لمونځونه د جوماتونو پر ځای په خپلو کورونو کي وکړئ. هغه زیاته کړه، چي د روژې په مبارکه میاشت کي دي، مسلمانان د تراویح لمونځونه هم د نورو لمونځونو په شان د جوماتونو پر ځای په کورونو کي آدا کړي.

هغه د دې ترڅنګ دا فتوا هم ورکړې، که چیري د کرونا ویروس خپرېدل همداسي دوام وکړي، نو د اختر لمونځ دي هم په کورونو کي ترسره سي. ۷۷ کلن ستر مفتي شیخ عبدالعزیز د عربستان هیواد یو له مخکښو دینو عالمانو او مفتیانو څخه دئ، چي د عامو علمي مسائیلو او د فتوا برخي عمومي رئيس دئ.

هغه د محمد بن عبدالوهاب له کورنۍ څخه دئ.

شیخ عبدالعزیز وروسته له هغه دا فتوا ورکوي، چي کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور سوی او د ټولي نړۍ مسلمانانو ته سپارښتنه سوې، چي د جوماتونو پر ځای په کورونو کي لمونځونه وکړي.

سعودي شیخ :تراویح دجوماتونوپرځائ  کورونو کې وکړئ

تر دې دمه په کرونا ویروس ټوله نړۍ کي ۲۱۷۴۱۵۱ تنه اخته دي، دې ویروس ټوله نړۍ کي ۱۴۶۲۹۸ تنه مړه کړي او همدارنګه د دې ویروس څخه ۵۵۵۱۱۷ تنه روغ سوي هم دي.

دیادنې وړ ده چې د افغانستان عملماو هم څه موده وړاندې فتوا صادره کړې وه چې ټول افغانان دې لمونڅونه د جوماتونو پر ځائ کورونو کې ادا کوي دا هم د یادولو ده جې افغان دولت له عامو وګړو غوښتي چې په کورونو کې پاتې شئ تر څو د ېري انساني فاجعې نه مخنيوئ وشي او دغه ویروس زیاات خپور نشي. افغان دولت دوه ورځې وړاندې د قرنطين موده درې هفتو لپاره نوره هم غځولې ده .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button