سعودي عربستان عمره کوونکو ته وېزه نه ورکوي
عربستان د کرونا ویروس د ورتلو له وېرې دغه هېواد ته د عمره کوونکو ورتګ ځنډولی دی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته ویلي چې هغو هېوادونو ته له سفرډډه وکړي چې کرونا ویروس په کې خور شوی دی. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت وایي داګام یې له کرونا څخه د وقایې په خاطر اخیستی دی.
په دې تدابیرو کې د عمره کوونکو لپاره د وېزو ځنډول، د نبوي جومات زیارت کوونکو او د سیلانیانو د وېزو لنډمهالي محدودیتونه هم شامل دي. سعودي چارواکو د هغو هېوادونو وګړو ته د سیاحت د وېزو ورکول هم ځنډولي، چې د کورونا وېروس پېښې پکې ثبت شوې دي.
سعودي دغه راز خپلې خاورې ته د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا غړو هېوادونو د وګړو ورتګ هم ځنډولی، چې مخکې به د یوه کارت په مټ دغه هېواد ته تلل او له دې هېواده یې د دغو هېوادونو د وګړو وتل هم ځنډولي دي. سعودي وايي په خلیجي هېوادونو کې د سعودي مېشت وګړي هم تر محدود وخت پورې سعودي ته نه شي ستنېدلی.
د ایران په ګډون د سعودي ګڼو ګاونډیو هېوادونو هم ویلي، چې د کورونا وېروس پېښې پکې ثبت شوې. په افغانستان، پاکستان، بحرین، عراق، کویت، عمان او لبنان کې هم د کورونا وېروس مشکوکې او ان ځینې ثابتې شوې
رپوټ لیکي د ایران ته د زیارت کوونکو تګ راتګ او په پولو کې د کنترول او تشخیص د بشپړ سیستم نشتوالی د دې لامل شوی چې په کرونا اخته کسان له دغه هیواده نورو هیوادونو ته لاړشي او دا ویروس ولیږدوي.
نیویارک ټایمز وایي ایران د کرونا له پاره ترچین وروسته دوهم مرکزګرځیدلی. د ورځپاڼې په باور له ایران څخه عراق، افغانستان، بحرین، کویټ، عمان، لبنان، متحده عرب اماراتو او حتی تر کاناډا پورې د کرونا ویروس لیږدول شوی دی.
د ایران د رسمي شمېرو له مخې په دغه هیواد کې تراوسه ۶۴ کسان په کرونا اخته شوي چې له امله یې تراوسه ۱۴ کسان مړه شوي دي.