نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

کرونا ویروس:امریکارسما له اقتصادي ستونزوسره مخ ده

کرونا ویروس یو داسې ناروغي ده چې نړۍ ېې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړې ده او د ټولې نړۍ په پرتله امریکا ټولو نه زیاتو ستونزو سره مخ ده امریکا کې کاروبار ته له اجازې ور کولو وروسته اوس تګزاس او فلوریډا په ګډون ځینې ایالتونو کې د کورونا وېروس پېښې ډېرې شوې دي.

دغه هیواد کې د اقتصاد څېړلو دفتر د دوشنبې په ورځ وویل، امریکا له فرورۍ راپریخوا د اقتصادي ځوړ پېر ته ننوتلي دي. د اقتصاد څېړلو ملي دفتر- چې د اقتصادي کړکېچ د پیل او پای اعلانولو برخه کې باوري خصوصي اداره ده- خپل رپوټ کې زیاتوي، د امریکا اقتصاد په فرورۍ میاشت کې د ۲۰۰۷- ۲۰۰۹ اقتصادي کړکېچ وروسته د ودې اوج ته رسېدلی و، خو له هغه راهیسې په ځوړ روان دی.

دا بهیر د کورونا وېروس له امله لا تیز شوی دی. په دا مهال د اقتصاد څېړلو ملي دفترخپل رپوټ کې لیکلي د امریکا د اقتصادي پرمختګ موسم- چې د ۲۰۰۷ کال له اقتصادي کړکېچ تر وتلو وروسته پیل شوی و- پام وړ ریکارډونه جوړ کړي؛ په داسې ډول چې د امریکا اقتصاد تېرو ۱۲۸ میاشتو کې په لوړ روان و، یا یې صعودي بهیر درلود.

د کورونا وبا له خپرېدو مخکې هم ډېری کارپوهانو د یوه اقتصادي ځوړ خبره کړې وه، خو د وضعیت د خرابوالې پر کچه یې نظر مختلف وو. د کورونا له امله چې امریکا کې مختلف کاروبارونه له ټولبندیز یا قرنطین سره مخ شول، ور سره په دغه هېواد کې د مۍ تر وروستیو تر څلوېښت میلیونو کسان بې کاره شول.

امریکا کې د ټولبندیز یا قرنطین وروسته بیا ټیکزاس او فلوریډا په ګډ ځینې ایالتونو کې په کورونا د نویو کسانو د اخته کېدو شمېر ډېر شوی دی. د یکشنبې په ورځ فلوریډا کې په پرلپسې پنځمه ورځ ډېر کسان په کووېډ-۱۹ ناروغان شول چې ټول شمېر یې ۶۴ زرو ته رسېږي.

دغه ایالتو کې د وېروس د اوج په ورځو کې هم دومره کسان اغېزمن شوي نه وي. په امریکا کې تر شل لکو کسان په کورونا وېروس اخته شوي او د دې وېروس له امله ډېر کسان هم په دغه هېواد کې مړه شوي چې نږدې یو لک یوولس زرو ته رسېږي.

د یادونې وړ ده چې په نړۍ کې اوه میلیونه ۸۵ زره ۸۹۰ کسان په کورونا اخته شوي او څلور لکه پنځه زره ۱۶۵ ترې مړه شوي دي.تر هغه وروسته برتانیا کې څلوېښت زره ۶۸۰ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.خو بازې راپورونو له مخې امریکا په نړۍ کې ترټولو هیوادونو نه زیاته د دغه ناروغۍ نه اغېرمنه شوې ده

دا هم باید یاده کړو چې د کرونا له امله افغانستان هم اقتصادي ستونزو سره مخ ده د بې کارۍ کچه پکې نوره هم زیاته شوې ده داسې فامیلونه شته چې د پیکارۍ له امله خپل اولادونو ته دوه وخته ډوډۍ هم په سمه توګه نشي ورکولۍ که څه هم دغه وضیعت د پخوا نه هم خراب وو خو اوسمهال د کرونا له امله نور هم خراب شوۍ دۍ.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button