نړۍ

سپینه ماڼۍ کې ډزې؛ ډونالډ ټرمپ او مېرمن یې له مېلمستیا په بېړني ډول وایستل شول

واشنګټن: په امریکا کې یو ځل بیا امنیتي کړکېچ رامنځته شوی دی. د وروستیو راپورونو

له مخې، سپینه ماڼۍ کې ډزې شوې چې له امله یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او

مېرمن یې میلانیا ټرمپ په ډېرې بېړۍ سره د خبریالانو د ټولنې له کلنۍ مېلمستیا

څخه ایستل شوي دي.

د پېښې جزیات او د مېلمستیا ګډوډېدل

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې دغه ډزې ماښام مهال د سپینې ماڼۍ په هغه تالار کې شوې

چې د خبریالانو په ویاړ مېلمستیا جوړه شوې وه. کله چې د ډزو غږونه واورېدل شول،

امنیتي ساتونکو (پټو خدمتونو) سمدستي اقدام وکړ او ولسمشر ټرمپ، د هغه مېرمن او

یو شمېر نور لوړپوړي حکومتي چارواکي یې له خوندي لارو بهر کړل.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې په تالار کې د ناڅاپه غږونو او ګډوډۍ وروسته،

نظامي کسان د ولسمشر شاوخوا راټولېږي او هغه د وتلو دروازو په لور بیايي. سپینه ماڼۍ کې ډزې

د بریدګر نیول او د ټرمپ غبرګون

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله خوښه د دغه برید تایید کړی او ویلي یې دي چې وضعیت اوس

تر کنټرول لاندې دی. نوموړي خبریالانو ته وویل چې بریدګر د امنیتي ځواکونو لخوا

نیول شوی او په اړه به یې وروستۍ پرېکړه او جزیات ډېر ژر له ولس سره شریک شي.

که څه هم سپینه ماڼۍ کې ډزې ویره خپره کړې وه، خو ځینو رسنیو ادعا کړې چې بریدګر له

لیرې واټن څخه مخامخ پر ټرمپ ډزې کړې وې، مګر ولسمشر ته هیڅ ډول زیان نه دی رسېدلی

او هغه له دغه بریده روغ وتلی دی. سپینه ماڼۍ کې ډزې

دا هم ولولئ:  د متحده عربي اماراتو دولت د سيمې یو شمېر هېوادونو سره د کرونا سره مبارزي لپاره مرسته وکړه

د بریدونو تاریخچه؛ ټرمپ تر هدف لاندې

دا لومړی ځل نه دی چې پر ډونالډ ټرمپ دا ډول وسله وال بریدونه کېږي. له دې وړاندې

هم د ټاکنیزو سیالیو پر مهال په پنسلوانیا کې پر هغه مخامخ ډزې شوې وې چې مرمۍ یې

پر غوږ لګېدلې وه. همداراز یو ځل بل هم پر سټېج د وینا پر مهال د احتمالي برید له

امله غونډه نیمګړې پاتې شوې وه.

د نننۍ پېښې وروسته، په واشنګټن او په ځانګړې توګه د سپینې ماڼۍ شاوخوا امنیتي

تدابیر خورا سخت شوي دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button