کورني خبرونه

سیګار وايي، طالبان د بشري مرستو رسونې ادارو کې مداخله کوي

سیګار؛ طالبان د بشري مرستو رسونې ادارو په فعالیتونو کې پر مداخله تورنوي او دا مداخله د اندېښنې وړ بولي

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر “سیګار” د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري مرستو د رسولو د ادارو په فعالیتونو کې د طالبانو د حکومت مخ په زیاتیدونکي ډول د لاس وهنو خبر ورکړی دی.

سیګار د پنجشنبې په ورځ جون ۲۹ ( چنګاښ اتم) په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، چې ملګرو ملتونو د تیر ۲۰۲۲ کال د نومبر د ۱۶ څخه د روان ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ تر میاشتې د بشري مرستو رسونې د ادارو په چارو کې ۴۹۴ لاس وهنو په اړه راپور ورکړی دی.

سیګار ویلي، چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ نومبر او ۲۰۲۲ د فبرورۍ ترمنځ موده کې ۱۵۳ دغسې پیښې ثبت کړې وې.

د تفاهم‌لیکونو په لاسلیک کولو کې د طالبانو فشار

همداشان د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر ویلي، چې ملګرو ملتونو تیر۲۰۲۲ کال کې د مرستو رسونې د ادارو په فعالیتونو کې د طالبانو د حکومت ۸۴ بروکراتیکي موانعو، لاس وهنو او د مرستو رسونې د ادارو سره د تفاهم لیکونو د لاسلیکولو په برخه کې د فشار د راوړلو په اړه پیښې ثبت کړي دي.

سیګار ویلي، چې دا تفاهم لیکونه “دغیر دولتي موسسو په فعالیتونو کې د طالبانو د برخې اخیستلو لکه د طالبانو د چارواکو سره د معلوماتو د شریکولو، طالبانو سره د همغږۍ رامنځ ته کولو د پلان جوړولو او د پلان د تطبیق په برخو کې د همغږۍ رامنځ ته کولو” اړوند مسایلو په تړاو و.

د ملګرو ملتونو په دفتر کې پر ښځو کاربندیز

د روان کال د اپریل په میاشت کې طالبانو د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه، چې دا بندیز ددې سبب شو، چې ملګري ملتونه د مۍ د میاشتې تر پنځمې ورځې پورې افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د مۍ د میاشتې په دوهمه ورځ وویل، چې د طالبانو له خوا د ملګري ملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار د بندیز سره سره به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

نور ولولئ: سيګار وايي امريکا له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی بسپنه ورکوونکی هیواد پاتې شوی

د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” په یو راپور کې وویل، چې د مرستو د رسونې په چارو کې د طالبانو د لاس وهنو له امله یې ۲۷۲ پروګرامونه ځنډولي دي.

د طالبانو حکومت د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې په غیر دولتي موسسو کې د افغان میرمنو او نجونو په کار بندیز ولګوه.

همداشان سیګار ویلي، چې په تیر ۲۰۲۲ کال کې یې په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې ۳۰ بریدونه ثبت شوي او هم ۳۶۲ نور د تاوتریخوالي او ګواښونو پیښې یې د مرستو رسونې د کارکوونکو، شتمنیو، او بشري مرستو د تاسیساتو پر وړاندې ثبت کړي دي.

د طالبانو حکومت تراوسه د سیګار دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ددې وړاندې یې د مرستو رسونې په چارو کې ددغې ډلې هر ډول لاس وهنه رده کړې وه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button