سیمه

شانګهای همکاریو سازمان کې پر ټولګډونه حکومت ټینګار وشو

د شانګهاي همکاریو سازمان په ۲۳مه غونډه کې په افغانستان کې پر ټولګډونه حکومت ټینګار وشو

غونډې ته په پرانستوونکې وینا کې د هند لومړي وزیر وویل چې د افغانستان خاوره باید د نورو پرضد و نه کارول شي،هغه څه چې طالب واکمنو یې په هکله په وار وار نړیوالو ته ډاډ ورکړی دی.

د شانګهایي سازمان د ۲۳ سرمشریزې په اعلامیه کې راغلي چې د سازمان غړي هېوادونه په دې باور دي چې د شانګهای همکارۍ سازمان په سیمه کې د امنیت او ثبات د ساتنې او پیاوړتیا یو له مهمو فکتورونو نه په افغانستان کې د وضعیت ژر حل کېدل ګڼي او دوی د یوه خپلواک، بې طرفه، متحد، دیموکراتیک او سوله ییز دولت په توګه د ترهګرۍ، جګړې او نشه یي توکو نه د پاک افغانستان د جوړولو پلوي کوي.

په حکومت کې د لږکیو، مذهبي او سیاسي ډلو شاملول

غړو هېوادونو په افغانستان کې پر ټول ګډونې حکومت ټېنګار کړی چې د ټولو لږکیو، مذهبي او سیاسي ډلو استازي په کې شامل وي. دغه راز د شانګهایي د همکاریو سازمان غړو هېوادونو په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د اوږدمهاله مېلمه پالنې او ورسره د اغېزناکو مرستو پر اهمیت د ټینګار تر څنګ د افغان کډوالو د باعزته او خوندي ستنېدو لپاره د نړیوالې ټولنې فعالې هڅې مهمې وبللې.

نور ولولئ: د ازبکستان په سمرقند کې د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې پیل شو

هغسې چې تمه یې کېده د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي په خپلې پرانستونکې وینا کې د چین، ایران، تاجکستان او روسیې د ولسمشرانو او پاکستان د لومړی وزیر په ګډون د غونډې اتلسو ګډونوالو ته وویل، باید د افغانستان د خلکو د سوکالۍ لپاره په ګډه هڅې وکړي. هغه له افغانانو سره بشري مرستې، افغانستان کې د ټولګډونې حکومت جوړیدل، د ترهګرۍ او نشه یي توکو پرضد مبارزه او ټولو ته مساوي حقوقونه د ګډونوالو ګډ لومړیتوبونه وبلل.

پر پاکستان د مودي غیر مستقمې نیوکې

ښاغلی مودي زیاته کړه چې ځیني هېوادونه د خپلې تګلارې د یوې برخې په توګه له خپلو پولو اخوا له ترهګرۍ نه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او ټینګار یې وکړ چې ترهګري په یو سیمه ییز او نړیوالې سولې ته په یو ګواښ بدل شوی دی.

د هند لومړي وزیر د ترهګرۍ له هرې بڼې سره د ګډې مبارزې غږ وکړ او ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره باید د بل هېڅ ګاونډي هېواد پرضد ونه کارول شي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو د افغانستان له خاورې د بل هر هېواد پرضد د کار اخیستنې په هکله په وار وار نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د خپلې تګلارې له مخې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پرضد وکاروي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button