هنر او ادب

شاه رخ خان د خپلې مور په اړه څه ویلي؟

زما مور د مرګ په بستر کې وه

شاه رخ خان وایي، زما مور د مرګ په بستر پرته وه، ما د هغې زړه نور هم درداوه او ورته مې ویل، که په تا څه وشول، نو زه خپلې زده کړې پرېږدم، کار نه کوم، خور ته مې پام نه کوم؛ خو اوس په دې خبرو خواشینی یم.

د شاه رخ خان په اړه لنډ معلومات دا دي، چي نوموړی د میر تاج محمد خان زوی دی او پلار یې په ۱۹۸۱ کال د سرطان په سبب ومړ او شاه رخ خان ترې کوچنی پاتې شو، خو غم یوازې دا نه و بلکې ستونزه دا وه چې د شاه رخ خان مور فاطمه د شکر ناروغه وه، چې بیا په ۱۹۹۱ کال مړه شوه.

نور یی ولوله | ګل پاڼې خپله کلیزه ولمانزله

نور یی ولوله | راکش روشن هم خپله کلیزه ولمانځله

د شاه رخ د مور ناڅاپه مړینه

دا هغه وخت و چې شاه رخ خان نوی نوی را زلمی شوی و او دا مهال هغه خپل کیریر پیل کړی و، چې د مور له ناڅاپي مړینې وروسته د خور لالا رخ مسولیت هم ور تر غاړې شو. شاه رخ خان وایي، ما چې خپلې مور ته دا ډول خبرې وکړې نو موخه مې دا وه چې مور مې د ژوندي پاتې کېدو هڅه وکړي او کله چې هغه ډاډه شي نو بیا دې له دې نړۍ سترګې پټې کړي.

هغه زیاتوي، دا هر څه ماشومتوب و، د مور د مړینې وخت یې مقرر شوی و او هغه مړه کېده، خو ده بیاهم زده کړې وکړې، خپل کیریر یې جوړ کړ او د خپلې خور خیال یې هم وساته.باید یاده کړو چې نوموړی د یو ښه هنر مند با اکټر تر څنګ د ښه اخلاقو خاوند هم دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button