نړۍ خبرونه

شمالی کوریا: بین القاروي بالستیک توغندی مو د جنوبي کوریا او امریکا د پوځي تمرینونو په غبرګون کې توغولی

شمالي کوریا ویلي چې بین القاروي بالستیک توغندی یې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو نظامي تمریناتو په غبرګون کې توغولی

دې هیواد ویلي چې ‌د مارچ په ۱۶مه یې کوم بین القاروي بالستیک توغندی توغولی د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا د هغو ګډو نظامي تمریناتو په غبرګون کې و چې په همدې روانې اوونۍ کې پیل شول.

په دولتي مطبوعاتو کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون هم ښودل کیږي چې د خپلې کشرې لور سره یو ځای د توغندي ازمایښت ګوري. پیونګ یانګ ویلي چې وار شوی توغندیHwasong-17 ICBM و خو نور مالومات یې ندي ورکړي.

د شمالي کوریا د مرکزي خبري اژانس په راپور کې د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا ګډ نظامي تمرینات “پاروونکي او تیري کوونکي” بلل شوي.

د دې خبري اژانس په راپور کې د کیم جونګ اون په حوالې ویل شوي:”مونږ به هغوی درک کولو ته اړ کړو چې هر څومره د شمالي کوریا په خلاف خپلې نظامي مانورې پراخوي او دوام ورکوي د هغوي پر ضد به ګواښ په هماغې اندازې جدي وي”.

واشنګټن او سیول په همدې روانه اوونۍ کې یوولس ورځني ګډ نظامي تمرینات پیل کړل

دوی داسې پراخ نظامي ځمکني تمرینات پيل کړي چې په تېرو پنځو کلونو کې یې نه و کړي. دواړه متحدین ټینګار کوي چې نظامي تمرینات د تیر کال راپدېخوا ځکه پراخ او چټک شوي چې شمالي کوریا د ریکارډ په کچه توغندي آزمایلي دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزرارت (پنټاګان) ویاند برید جنرال پیټریک رایډر هم پنجشنبه د مارچ ۱۶مه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې نظامي تمرینات دفاعي بڼه لري او هدف یې په سیمه کې د احتمالي تیري مخه نیول دي خو د کوم هیواد نوم یې ندی اخیستی.

د دې تمریناتو په غبرګون کې د شمالي کوریا لخوا د بالستیک توغندي ازمایلو په هکله د پنټاګان ویاند وویل چې د هغوی کړنې “نامناسبې، د اندیښنې وړ او بې ثباته کوونکې” دي.

نور ولولئ: شمالي کوریا دوه بالستیک توغندي آزمویلي

سره لدې چې شمالي کوریا ټنیګار کوي د توغندي تازه ازمایښت یې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو نظامي تمریناتو په غبرګون کې دی خو دې هیواد په تیر یو کال کې پرته له کومې پارونې دومره توغندي توغولي چې ساری نه لري.

دې هیواد په ۲۰۲۲ کال کې ۹۰ توغندي وآزمایل چې هیڅکله یې په یو کال کې دومره ډیر توغندي نه وو آزمایلي. شمالي کوریا تیر کال د نومبر د میاشتې په پیل کې په یوه ورځ ۲۳ توغندي وتوغول.

نوموړي هیواد له ۲۰۰۶ کال راپدیخوا شپږ ځله د اتومي وسلو آزمایښت کړی او امریکا او جنوبي کوریا دواړو خبرداری ورکړی چې دا هیواد د بل اتومي وسلو آزمایښت لپاره بشپړ چمتووالی لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button