نړیوال خبرونه

ضيا مسعود: جمعيت به دسولېپروسې کې په خپلواک ډول برخه واخلي

ضيا مسعود: جمعيت به دسولېپروسې کې په خپلواک ډول برخه واخلي د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستيال او د جمعيت ګوند مخکښ غړی احمد ضیا مسعود دمملکت په لويو ملي موضوعاتو او په خاص ډول د سولې بهير کې دجمعيت غړي پر خپلواکې برخې اخېستنې باندې متفق شوي دي،

احمد ضيا مسعود وايي چې د سولې پروسه کې جمعيت ګوند د قضيې یو طرف دی او د سولې بهير کې به يې برخه اخېستنه په خپلواک ډول وي. خغه وايي چې باید په دې کې څوک هيڅ هم ونه وايي ځکه دا د هرګونمد خپله خوښه ده چې خپل سیاست په کومه لار بیايي که مونږ اوګورو د احمد ضیاء مسعود دا خبره د اتحاد او اتفاق سره په ټکر کې ده نو باید ټول ګوندونه په یو سیاسي تګ لاره باندې د سولې بروسې کې ورداخل شي،

هغه پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د افغانستان په اساسي قانون کې تعديل هم اړين دی چې د ولس د غوښتنې اړوند، د لويې جرګې په وسيله بايد رامنځ ته شي. هغه وايي اووسنۍ قانون کې تعدیل د هر سیاسي ګوند غوښتنه ده او باید ټولې خواوې په دې پوه شي چې بغیر د تعدیل د قانون ډېر کارونه او پروسې بشپړې ندي نو باید ټول جهتونه په يو غږ سره د قانون د تعدیل لپاره کار وکړي ،

هغه د سولې بهير کې د جمعيت ګوند د خپلواکې برخې اخېستنې په اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړي، خو په دې وروستيو کې د صلاح الدين رباني په شمول د جميعت ګوند مخکښو کسانو د سولې بهير کې د جمعيت ګوند د برخې اخېستنې په اړه ناستې پيل کړې دي. 

د یادونې وړ ده چې د جمعیت ګوند مشران دوه ورځې وړاندې سره راغونډ شوي وو او د دغه ګوند مشر صلاح الدین رباني نه ېې د مشرۍ چوکۍ د بیرته اخیستلو خپله منځي پریکړه کړې ده او ویلي دي چې اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید د جمعیت ټول غړي د یو نوي مشر په اړه اجماع رامنځته کړي ویل کيږي چې د عطا محمد نور له طرفه او د عبدالله په ملاتړ دغه پرېکړه شوې ده چې صلاح الدین رباني باید له مشرۍ لري شي،

ضيا مسعود: جمعيت به دسولېپروسې کې په خپلواک ډول برخه واخلي
ضيا مسعود: جمعيت به دسولېپروسې کې په خپلواک ډول برخه واخلي

بلخوا صلاح الدین رباني دغه پریکړي ته سخت غبګون خودلۍ دۍ ا ویلي ېې دي چې باید ماته دغه دنده بېرته راوسپارل شي ترڅو زه خپل خدمت د جمعیت لپاره جاري وساتم وویل کيږي چې نووموړي د امان الله ګرز سره هم لیدلي دي او په دې اړه ېې ترینه د مرستې غوښټنه کړې ده دا هم باید یاده کړو چې په سوشل ميډيا کې هم په دې اړه تبصرې کيږي او خلکو برې لیکنې هم کړي دي بازې خلکو ویلي دي چې ګينې جمعیت ګوند به دې اقدام سره ډېر ضعیف شي او بازې عام وګړو لیکلي دي چې دا ډېر ښه کار شوۍ چې د رباني څخه ېې مشري اخيستې ده،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button