نړیوال خبرونه

طالبانو دوه وزارتونه او دوه کمېسیونونه د پخواني حکومت لغوه کړل

د طالبانو حکومت چارواکي په افغانستان کې وايي، کابینې یې پرېکړه کړې چې د پخواني حکومت له لوري رامنځته شوي سولې چارو وزارت، د پارلماني چارو لپاره د دولت وزارت، د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون او همدا راز د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له منځه یوسي

د طالبانو د ویاند مرستیال ښاغلي بلال کریمي یو سرچینۍ سره خبرو کې تائید کړې چې یاد وزارتونه او کمېسیونونه له منځته تللي‌ دي ښاغلي وویل: دغه وزارتونه او ادارې چې لغو شوې دي، د اوس لپاره اړتیا نه ورته لیدل کېږي، که اړتیا ورته پیدا شي، بېرته فعالیدای شي دغه راز د کابینې په غونډه کې د بېلا بېلو دولتي کمېسیونونو او وزارتونو د کارکوونکو معاشونو او اړوند وسایلو په هکله معلومات غوښتي دي

د راپورونو له مخې طالبانو اراده لرې چې د افغانستان بشري حقونو کمېسیون به هم له یوه بدل نوم سره فعالیت کوي او د ملي شورا د دارالانشا چارې به هم روانې وي، خو په دوو اونیو کې به یې د کارکوونکو شمېر او معاشونو په هکله پرېکړه کېږي څو میاشتې مخکې هم داسې رپوټونه خپاره شول چې طالبانو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له منځه وړی، چې ورسره په کور دننه او نړیواله کچه توند غبرګونونه را وپارېدل

نور یی ولوله | له قطر او ترکیې سره د افغانستان پنځو هوايي ډګرونو تخنیکي چارو سمبالښت په هکله خبرې روانې دي

خو هغه مهال طالبانو د بشري حقونو کمېسیون لغوه کېدل رسماً نه وو تائید کړي خو یاد کمېسیون ویلي وو، چې طالبانو د د دوى دفترونه نيولي او د دوى ګاډي او کمپيوټرونه هم کاروي د دې کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر چې له هېواده وتلې هغه مهال وویل، د طالبانو د حکومت پرېکړه چې د بشري حقونو د کمېسیون راتلونکې به څه وي، د کمېسیون پر نړیوال اعتبار اغېز لرلی شي

د عبدالسلام رحیمي په مشرۍ د سولې چارو وزارت د پخواني حکومت له خوا د سولې عالي شورا پر ځای رامنځته شوی و، چې تر ډېره یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو اړوند چارې پر مخ بیولې

د سپتمبر نیمايی کې طالبانو د پخواني حکومت د ښځو چارو وزارت نوم بدل کړ او د یاد وزارت د لوحې پر ځای یې د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف، او نهی عن المنکر وزارت لوحه وټومبله، چې سخت مذهبي قوانین پلي کوي د تېرې سپتمبر میاشتې په لومړیو کې افغان طالبانو د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپله نوې سرپرسته کابینه او ورسره افغانستان کې خپل نوی سرپرست حکومت اعلان کړ د طالبانو د سرپرستې کابینې ډېری وزیران تر ډېره د طالبانو مشران او ملایان دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button