ځایی

طالبانو په خوست ولایت کې د تېر نظام یو سرتېری له سختو وهلو وروسته زندان ته اچولی

ځینو سرچینو افغان‌ناو ته ویلي، طالبانو د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د تېر نظام یو سرتېری له وهلو وروسته زنداني کړی دی

سرچینې زیاتوي، طالبانو دغه پخوانی سرتېری یک‌شنبه د غبرګولي په ۲۷مه د شپې پر مهال نیولی او بیا یې د ولسوالۍ د استخباراتو ریاست ته لېږدولی دی.

د تېر نظام دغه سرتېری داسې مهال نیول کېږي چې له دې وړاندې یې هم ددې ولایت مدني فعالان، د تېر نظام سرتېري او نور کارکوونکي نیولي او زندانونو ته یې اچولي دي.

دغه سرتېري د جمهوریت پر مهال سرحدي پولیسو کې کار کاوه

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، نيول شوى کس په تېر حکومت کې د سرحدي پوليسو غړى و او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته يې د دې ولسوالۍ په بازار کې د ساتونکي په توګه کار کاوه.

سرچينې زياته کړې چې طالبانو دا سرتېرى د لوى اختر په مناسبت د خلکو له خوا د خوشحالۍ ډزو وروسته بندي کړى دى.

نور ولولئ: په خوست ولایت کې مرموزې وژنې څوک کوي؟

نور ولولئ: خوستي اعتراض کوونکي: طالبانو د ازموینې له نوماندانو پیسې غلا کړي

د سرچینې په وینا، په داسې حال کې چې د طالبانو جنګیالیو ونه شو کړای د اختر په لومړۍ شپه د خلکو د خوشحالۍ ډزو مخه ونیسي، د تېر حکومت دا سرتېری د دې له کبله چې ولې یې د خلکو د هوايي ډزو مخه نه ده نیولې، بندي کړی دی.

طالبانو په خوست کې درې کسان په درو وهلي

خوست ولایت کې د طالبانو لخوا د خلکو نیونې

خوست ولایت د افغانستان د اکثرو ولایتونو په پرتله روښنفکره، متمدن او پرمختللی بلل کېږي چې د پرځېدلي جمهوریت او نورو نظامونو په بقا کې یې مهم رول لرلی دی؛ له همدې امله کارپوهان وايي، طالبان په دې ولایت کې د قلم او فکر خاوندان، مدني فعالان او د ټولنې نور غړي نیسي او د ویرولو لپاره یې لومړی شکنجه کوي او بیا یې زندانونو ته لېږدوي.

شاعر او مدني فعال فریدون ریان چې څو میاشتې وړاندې نیول شوی و، لا هم د طالبانو په زندان کې دی.

د نوموړي په اړه سرچینې وايي، طالبانو پر فریدون ریان دوه کاله قید خېژولی دی. د سرچینو په وینا ریان یوازې شاعر او مدني فعال و چې طالبانو له یوه چک‌پاینټ پورته او له ځان سره یې د استخباراتو ریاست ته یوړ او تر اوسه یې همالته ساتلی دی.

خو طالبان بیا دا هر څه ردوي او وايي، دوی د خپلسریو مخه نیولي او څوک چې سرغړونه ونه کړي، نه نیول کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button