سیمه‌ییز

طالبانو په خوست کې د «غرغښت» راډیو خپرونې بندې کړې

طالبانو په خوست ولایت کې د غرغښت په نوم راډیو خپرونې بندې او دفتر یې ور تړلی دی

له خوست ولایت ځینې ځایي سرچینې وايي، طالبانو په دې ولایت کې د غرغښت په نامه د راډیو خپرونې تړلي او د خپرېدو اجازه نه ورکوي.

په خوست کې ځايي وویل، چې طالبانو د غرغښت په نامه یوه سیمه ایزه راډیو تړلې ده. سرچینې وايي، چې طالبانو دغه راډيو د خپرونو په زګنالونو کې د موسیقۍ د شتون له امله تړې ده.

په خوست کې ځايي سرچینو نن جعمه (د لړم۱۱مه) ویلي، چې طالبانو تېره ورځ ماسپښین درې بجې د غرغښت سیمه ایزې راډیو نشرات قطع کړي او د دروازه یې ورته مهرلاک کړې ده.

د راډیو په تړلو کې چا حضور دردلود؟

د ترلاسه شو معلوماتو پربنسټ په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف، استخبارات او اطلاعاتو فرهنګ ریاستونو غړو په حضور کې دغه راډیو تړل شوې ده.

د غرغښت راډيو او د رسنیو نورو سیمه ایزو بنسټونو تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی او نه هم طالبانو څه ویلي دي.

نور ولولئ: د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې راډیویي خپرونې ولې بې کیفیته دي؟

نور ولولئ: طالبانو په بدخشان کې د ښځو غږ راډیو خپرونې بندې کړې دي

په خوست کې ځینو ځايي خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نن د جعمې ورځ «د لړم۱۱مه» د طالبانو د خوست په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ځايي رسنیو له استازو سره غونډه کړې ده.

په دې ناسته کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنک او امربالمعروف ریاستونو مسوولاتو د رسنیو استازو ته خبرداری ورکړی چې د امربالمعروف د قانونو د پلي کېدو او په راډيوګانو کې موسیقۍ غږول په مکمل ډول بند دي.

د غرغښت راډیو له برخلیک سره مخامخ کېدل

ځینو خبریالانو چې په دې ناسته کې یې کډون کړی وو، وايي، چې طالبانو ورته جدي ګواښ کړی چې په رسنیو کې د هر ډول موسیقۍ غږول بند دي او که دوی هم موسیقي خپره کړي د غرغښت راډيو له سرنوشت سره به مخ شي.

طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره سم د عامو خلکو ترڅنګ په رسنیو پراخ بندیزونه لګولي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت هڅه کوي، چې په ټول افغانستان کې د ساکښو موجوداتو د انځورونو پر خپرېدو خپل بندیز عملي کړي.

د رسنیو ملاتړو بنسټونو د طالبانو دا کار، په ټول هېواد کې د انځوریزو رسنیو د بندېدو په مانا بولي.

دا مهال په خوست کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر ملي راډيو او تلويزيون سربېره ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي ټلويزيونونه فعاليت کوي.

پر دې سربېره، خبریالان وايي، طالبانو ددوی پر وړاندې معلوماتو ته د لاس رسي سرچینې محدودې کړې او ورځ تر بلې ورباندې کړۍ راتنګوي تر څو د دندې پرېښودلو ته اړ ویستل شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button