کورني خبرونه

طالبان: ادارو کې تجربه‌لرونکې او اکاډمیک کسان ګومارل کېږي

طالبان ادعا کوي چې په ادارو کې تجربه‌لرونکي او اکاډمیک کسان ګومارل کېږي، خو مسلکي ادارې له ملایانو سره دي

د طالب پر اداره او رژیم د خلکو یو اعتراض دادی چې دوی په ادارو کې د تجربه‌لرونکو کسانو د ګومارلو ادعا کوي، خو په اصل کې پر مسلکي او تخنیکي بستونو ټول ملایان ګومارل شوي چې ټولو مدرسې ویلي او په ورته برخه کې نه زده کړې لري او نه تجربه شته.

په بېلابېلو ادارو کې سرچینې وايي، هغه طالبي ملایان چې ددوی په رژیم کې جنګېدلې یا واسطې لري، نو له معنیت نیولي تر آمریت بستونو دوی نیولي او هغه کسان چې ماسټري او دوکتورا لري، ددوی تر لاس لاندې کار کوي.

د کار ملي کنفرانس

د طالبانو د چارو ادارې مشر شیخ نورالحق انور ادعا کړې چې دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې وکړای شول چې په ادارو کې تجربه‌لرونکي او اکاډمیک کسان وګماري.

انور دا څرګندونې سې‌‌شنبه د زمري پر ۲مه، د کار په ملي کنفرانس کې چې د دغې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا جوړ شوی و، مطرح کړي دي.

یاد طالب چارواکي ادعا کړې چې د دوی تر واک لاندې ادارو کې کسان د وړتیا له مخې پر دندو ګومارل کېږي.

نور ولولئ:  د ۲۰۲۴ کال په رارسېدو افغانستان کې د لوږې بحران

نور ولولئ: له افغانستان سره د روژې په میاشت کې د عربي اماراتو مرستې

نور ولولئ: نړیوال بانک د افغانستان اقتصاد تر ټولو په ټیټه کچه کې بللی

هغه همداراز زیاته کړې چې د دغې ډلې په ادارو کې سالمه سیالي حاکمه ده.

د طالبانو د چارو ادارې مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې هېوادوال په هېواد کې د مناسبو کاري فرصتونو پر نشتوالي نیوکه کوي.

له هېواده د کادرونو فرار

د نظر خاوندان وايي، که د طالبانو رژیم کار اهل کار ته سپارلی وی او د ټولو ادارو واک او امکانات یې د قانون له مخې له وړتیا سره سم بشري قوې ته تسلیم کړې وی، نو نن به د افغانستان بشري قوه چې تر ټولو لویه ضربه یې هېواد او ملت ته رسېږي؛ په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته فرار نه کاوه.

د یادونې ده چې طالب چارواکو څو ځلې د دغې ډلې د جنګیالیو پر ګمارنې چې په اداري کارونو کې هېڅ تجربه نه لري، نیوکه هم کړې ده، خو له دې سره، سره بیا هم دغه بهیر په پخوانۍ بڼه روان دی.

راپورونه ښیي چې طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د واسطې او د جګړې مخینې درلودونکي کسان د دغې ډلې په ادارو کې ګومارلي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button