نړیوال خبرونه

طالبان د ښځو د موټر چلولو حق محدودوي

د افغانستان په هرات ولایت کې یو شمېر ښځینه موټر چلوونکو او د ښځو د حقونو ځینو فعالانو ویلي دي چې طالبانو د موټر چلوونې ادارو ته لارښوونه کړې چې ښځو ته دې د موټر چلولو لایسنسونه نه ورکوي. د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله د هرات ولایت د ښځو لپاره د تعلیم، کار او نورو چارو کې د مشارکت په برخه کې ښه ګڼل کېږي. په هرات کې د «افغان خویندو او وروڼو د موټر چلولو د زده کړو مرکز» مشر جلال الدین سعادت وویل چې «موږ ته په شفاهي ډول ویل شوي‌دي چې د ښځو د موټر چلوولو دا پروسه وځنډوو».

په هرات کې د ترافیکو د مدیریت د تعلیم او تربیې د برخې مشر خان اغا اڅکزي،‌ چې انستیتوت یې د موټر چلوونې کورسونه څاري، د فرانس خبري اژانس ته ویلي دي: «[طالبانو] موږ ته په شفاهي ډول ویلي دي چې ښځو ته د لایسنس ورکول بند کړو.. خو په ښار کې یې د ښځو د موټر چلولو د بندولو په اړه لارښوونه نه ده کړې.»

د موټر چلوونې د زده کړو د یو انستیتوت مشره عادله عدیل وايي چې طالبان غواړي په اینده کې ښځې هغه فرصتونه ونلري چې د هغوی میندو لرل. نوموړې وویل: «موږ ته ویل شوي چې نه لایسنس ورکړو او نه یې صادر کړو.» په همدې حال کې ځينې ښځې د طالبانو دا کار غندي او په دې برخه کې د ښځو د حقونو کلکه دفاع کوي.

نور یی ولوله | د اختر په اړه ځينې اړين معلومات

شیما وفا چې په خپله موټر چلوي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «ما په خپله طالبانو ته وویل چې د ټکسيوان تر ‌څنګ د ناستې په ځای په خپله چې موټر چلوم ډېره د ارامتیا احساس کوم. زه باید د دې جوګه شم چې ورور او مېړه ته له انتظار کولو پرته د خپلې کورنۍ غړي [که اړتیا پیدا شوه] ډاکټر ته بوځم.»

فرشته یعقوبي له څو کلونو راهېسې په خپله موټر چلوي. هغه هم د طالبانو له دې پرېکړې سره مخالفه ده او وايي چې په موټرونو یې «لیکلي نه وي چې دا د ښځو دی ا و دا د نارینوو دی. حقیقت دا دی چې که ښځه په خپله موټر وچلوي، ډېره به مصونه وي». په همدې حال کې په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر نعیم الحق حقاني ویلي دي چې د ښځو د موټر چلوونې د ممانعت په اړه لا کوم‌ مکتوب صادر شوی نه دی.

خو طالبان معمولآ، ځینې مسائیل په شفاهي‌ ډول وايي او د مکتوبونو له صادرولو او خپرولو ډېر کله ډډه کوي. طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په افغانستان کې بیا واکمن شول. دوی تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي تړلي او په کار، سیاست او نورو ټولنیزو فعالیتونو کې یې د ښځو مشارکت بند کړی دی. زینب محسني چې د موټر د لایسننس اخیستلو لپاره یې عریضه کړې ده وايي: «طالبان ورو ورو په ښځو باندې محدودیتونه زیاتوي.» د مخکني حکومت د چارواکو د معلوماتو په اساس په افغانستان ګڼو ښځو په هرات،‌ کابل،‌مزار او نورو ولایتون وکې د موټر چلولو جوازونه اخیستي وو او موټرونه یې چلول.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button