طالبان: له ازبکستان سره ټرانزیټي اړیکې پراخوو
طالبانو خبر ورکړی چې له ازبکستان سره ټرانزیټي اړیکو د پراختیا هڅې کوي
هاخوا ازبکستان او د منځنۍ اسیا نور هېوادونه لېواله دي چې افغانستان او د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته خپله سوداګري وغځوي.
خو تازه د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې ازبکستاني لوري سره یې د ټرانسپورتي او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.
د اسانتیاوو برابرول
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د وزارت لپاره د طالبانو وزیر ملاحمید الله آخندزاده د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف، د دغه هېواد د جمهور رئیس ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف او ورسره مل پلاوي سره ناسته کړې.
اعلامیه زیاتوي: په دغه ناسته کې چې د مالیې وزارت او اوسپنې پټلۍ ادارې استازو هم ګډون درلود، د دواړو هېوادونو تر منځ پر باروړونکو موټرو د لګښت کمولو، حیرتان بندر کې ۲۴ ساعته خدمتونو، افغان موټر چلوونکو ته د وېزو اسانتيا او افغان ټرانس پروژې پلي کولو په اړه خبرې وشوې.
نور ولولئ: ازبکستان: افغان-ټرانس تر ۲۰۲۷ کال بشپړېږي
نور ولولئ: اسلام اباد د ازبکستان-افغانستان-پاکستان ترمنځ د پټلۍ جوړېدو ته لېواله دی
وړاندې افغانان په دې باور وو چې افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او د کراچۍ له بندر پرته نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ اسانتیا یې کمه ده، خو د پرځیدلي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني بیا دغه نظریه ماته کړه او د افغانستان د وصل کولو لپاره یې نوي لارې چارې رامنځته کړي چې اوس مهال هماغه برنامې د تطبیق عملي ډګر ته داخلېږي.
د طالبانو راتګ او د اړیکو پراختیا
د اعلامیې په اساس، په دې ناسته کې د ستونزو حل په موخه د دواړو هېوادونو د ګډ تخنیکي ټیم پر ټاکلو هوکړه وشوه.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د سیمې هېوادونو او له هغې ډلې ازبکستان سره د افغانستان او ازبکستان اړیکې لا پراخې شوې دي.
له دې سره، د ګاونډ، سیمې او نړۍ هیڅ کوم یوه هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو څارونکي د سیمې هېوادونو سره د اړیکو پراختیا افغانستان ته ګټورې ګڼي.
پر دې سربېره، له پاکستان پرته ګاونډي هېوادونه، نور نه غواړي چې په افغانستان کې اړودوړ وي. دغه هېوادونه د خپلو ځانونو امنیت او خوندیتوب د افغانستان په امنیت او خوندیتوب کې ګوري.
طالبان هم هڅه کوي چې ثابته کړي، دوی کار کوي او کار کولو ته ژمن دي.
تېره ورځ لوړ پوړي طالب چارواکي سلام حنیفي وويل چې په افغانستان کې باید صنعت په پښو ودرېږي تر څو د بې کارۍ کچه راټیټه شي.