کورني خبرونه

طالبان پر ډیورنډ فرضي کرښه د څه باندې ۱۰۰ امنیتي پوستو د جوړولو خبر ورکړ

طالبان وايي پر ډیورنډ فرضي کرښه یې څه باندې ۱۰۰ نوي پوستې جوړې کړي دي او سړکونه هم ورجوړېږي

د پوستو د جوړولو سربېره، د پوستو ته‌څېرمه د څو سړکونو د جوړولو کار هم پېل شوی دی. یو له دغو سړکونو د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ سلالې سيمه کې ده چې د جوړولو چارې یې روانې دي.

اسلامي امارت د ديورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د هېواد په ختیځو برخو کې څه باندې ۱۰۰ امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

نور ولولئ: طالبان وايی چې پر ډیورنډ لیکې رامنځته شوې جنجال له دیپلوماتیکو لارو حل کوو

دغه پوستې د دفاع وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب په حکم جوړې شوې دي.

د پوستو د جوړولو سربېره، د پوستو ته‌څېرمه د څو سړکونو د جوړولو کار هم پېل شوی دی. یو له دغو سړکونو د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ سلالې سيمه کې ده چې د جوړولو چارې یې روانې دي.

دا پوستې چېرته جوړې شوي دي؟

ختیځ کې د سرحدي لېوا قومندان وایي، چې د تېرو شاوخوا دوو کلونو په اوږدو کې يې د دې زون په کچه، په درېيو ولايتونو نورستان، کونړ او ننګرهار کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې سل نوې پوستې جوړ کړې دي او په خبره یې دا لړۍ روانه ده.

ختيځ کې د سرحدي لوا قومندان قاري معراج په دې هکله وویل:«مخکې سرحدي پوستې ډېرې شا ته وې، موږ په ختيځو ولايتونو کې په صفري کرښه کې له سلو زياتې پوستې جوړې کړي، دا پوستې په ننګرهار، کونړ او نورستان کې جوړې شوې دي.»

نور ولولئ: ولې پاکستان کې هند ته د افغان سوداګرو صادرېدونکې توکي تر برید لاندې راځي؟

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي هم وايي:«په تېره اداره کې فرضي کرښې ته نږدې سيمو کې خو يا سړکونه نه وو، که وو تخريب شوي وو، هغه ولسونه چې په دې سيمو کې اوسېدل او يا هغه ځواکونه چې په سرحدي پوستو کې مېشت وو، له ډېرو ستونزو سره مخ وو.»

د سلالې سیمې اوسېدونکي د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سړک د جوړېدو چارو له پېله خوشحاله دي.

د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی عمران وویل:«مخکې هم موږ دلته په سرحد (فرضي کرښه) کې ګڼې ستونزې لرلې، موږ ته سرکونه نه وو، د دې تر څنګ نورې ستونزې وې، له ګاونډي هېواد څخه پر موږ توپونه راتلل، زموږ ځايي خلک به له دې ځايه کډه کولو ته اړکېدل. لله الحمد د اسلامي امارت په راتګ سره سل په سلو کې امنيت راغلی او خلک خوشحاله دي.»

خلک د سړکونو رغونې ته خوښ دي

د ګوشتې ولسوالۍ بل اوسېدونکی احمدالله هم وايي:«موږ په هر ځای کې د سړکونو رغول غواړو، چېرته چې سړک وي بايد ورغول شي.»

اخوا ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو مسوولان وايي، غواړي په ځينو نورو سيمو کې هم د ولسي او نظامي خدماتو په برخه کې د اسانتيا په موخه ورته نوي سړکونه او لارې ورغوي.

ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو د انجنيرۍ برخې مسوول قدرت الله برکت څرګندوي:«موږ تر خپلې وسې هڅه کوو چې خپلو هېوادوالو ته په مختلفو برخو کې خدمات وړاندې کړو، بيا هم کوم ځای کې چې دغه ډول ستونزې وي او موږ رسېدنه وکړای شو، هغوی ته به موږ خدمات وړاندې کړو.»

ختيځ کې امنيتي مسوولان پر ډيورنډ فرضي کرښه د سل نويو پوستو جوړولو خبره داسې مهال کوي چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په تورخم ښارګوټي کې د ځنګله په نوم د يوې پخوانۍ پوستې د بيارغونې پر مهال د دواړو لوريو ترمنځ يو ساعته وسله واله نښته هم شوې وه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button