نړیوال خبرونه

طالبان: په نشه روږدو راغونډو کړو کسانو ته حرفوي زدکړې ورکوو

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي په کابل او ولایتونو کې راغونډو شوو ۸۵ زره په نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه په دا ډول کوي چې په ټولنه کې ور ګډ شي  او بیا روږدي نه شي

هغه روغتیاپالان چې ددغو روږدو کسانو درملنه کوي وایي دا ځل له درملنې ور ها خوا له رواني پلوه روزل کیږي او له یوه نوي ذهنیت سره ټولنې ته وړاندې کېږي.

چارواکي وایي دې کسانو ته په مرکز او ولایتونو کې د بېلابېلو حرفو د زدکړو پروګرامونه هم پیلېږي چې تر دغه زدکړو وروسته به د دندو موندلو کې هم ورسره مرسته کوي.

نور ولولئ: کورنیو چارو وزارت: د نشه یي توکو دوې کارخونې مو له منځه وړې

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي ددغو روږدو کسانو د درملنې او روزنې لپاره یې د ۷۵ میلیون افغانیو په لګښت یو مرکز جوړ کړی دی.

د دغې ادارې مشر ملا عبدالحق همکار وایي یاد مرکز کې یې د روږدو کسانو د رغاونې لپاره داسې پروګرام پیل کړی چې دده په وينا بیا ځلې به نشه یې توکو ته مخ نه کړي.

“د ژمي په موسم کې مو په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لپاره یو ځانګړی کمپاین پیل کړ، ځکه موږ اندېښمن وو چې د سړې هوا له امله به د دوی ډېری له منځه ولاړ شي، ځکه دوی د پُل سوخته، سرای شمالي او کمپنۍ په سیمو کې اوسېدل. په دغه کمپاین کې شاوخوا ۱۷۰۰۰ کسان راټول او خوندي ځایونو ته انتقال او درملنه یې پیل شوه، تر څنګ یې یو بل پروګرام چې په پام کې نیول شوی د ۱۲ وزارتونه په همکارۍ دغه کسانو ته د فني او حرفوي زده کړو، تعلیم او تربیې، دیني مسايلو او نورو برخو کې روزنه ورکول کیږي، دا ټول ددې لپاره چې دغه کسانو سم ورغیږي او بیا نشه یې توکو ته مخ نه کړي.”

نور ولولئ: کروندګر: طالبانو له بديل کښت پرته زموږ د کوکنارو کښتونه ويجاړ کړي دي

ښاغلی همکار زیاتوي واک ته د دوی له رسېدو راوروسته یې په ټول افغانستان کې یې ۸۵ زره معتادین راغونډ کړي، چې شاوخوا ۱۷ زره یې په تېر ژمي کې راغونډ شوي دي.

نوموړی همداراز وایي اوس مهال د کابل ۱۰۰۰ بستریز روغتیایي او آغوش حمایوي مرکز کې د شاوخوا ۷۰۰۰ روږدو کسانو درملنه او پالنه کېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو له هغه ادارو څخه دی چې روږدو کسانو ته د حرفوي زدکړو برخه کې همکاري کوي

د دغې ادارې د نشرانو د مشر محمد یونس صدیقي په وینا روږدو کسانو ته یې د حرفوي زدکړو څلور میاشتنی پروګرام راپیل کړی دی: “کله چې د روغتیا وزارت له خوا دوی له اعتیاد نه خلاصیږي بیا یې موږ ته معرفي کوي او موږ بېلابېلو برخو لکه نجاري، پایپ کاري، برق او داسې نورو برخو کې روزنه ورکوو.”

ښاغلی صدیقي وایي معتادینو ته د حرفوی زدکړو پروګرام د هېواد په کچه د حرفوي زدکړو په ۴۵ مرکزونو کې روان دی.

په کابل کې د روږدو کسانو په درملنه بوخت روغتیاپالان وایي نشه یي توکو ته د آسانه لاسرسي او بې روزګارۍ تر څنګ د ټولنې او کورنیو بې باوري هغه لامل دی، چې ممکن یو رغېدلی کس بېرته نشو ته وګرځي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button