ځاییهنر او ادب

طالبان: یونسکو باید د جام منار په ساتنه کې خپل مسوولیت پر ځای کړي

طالبان وايي، یونسکو د جام منار په ساتنه کې خپل مسئولیت نه دی پر ځای کړی

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال له دغه منار څخه لېدنه کړې او ویلي یې دي، چې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله یاد لرغوني منار ته زیان اوښتی دی.

طالبان وايي، دغه منار په راتلونکي کې هم د زیانمنېدو له ګواښ سره مخ دی.

د غور د اطلاعات او کلتور ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د جام منار څخه لیدنه کړې.

جام منار ته اوښتي زیانونه

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه طالب چارواکي جام منار ته د اوښتو زیانونو او په راتلونکي کې د احتمالي ګواښونو د څېړلو په موخه دغې سیمې ته ورغلی دی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ د مرستیال عتیق الله عزیزي له قوله لیکل شوي، چې د سیند اوبو او ورستیو سېلابونو دغه لرغوني منار ته زیان نه دی اړولی، خو د راتلونکو سېلابونو او طبیعي پيښو پر مهال ورته د زیان اوښتو وېره شته.

نور ولولئ: نوروز په افغانستان کې د يوې فرهنګي ورځې په توګه هر کال لمانځل کيږي

نور ولولئ: د بلخ ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د تبیان په کلتوري مرکز کې چاودنه شوې ده

ښاغلي عزیزي ویلي، چې د دغې ډلې. د اطلاعات او فرهنګ وزارت په مشرۍ د څو وزارتونو په ګدون یوه ګډه تخنیکي ډله د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر په لارښونه ټاکل شوې، چې د دغه نړۍوال جوړښت د لا پیاوړتیا لپاره یو پلان جوړ کړي.

د سیند پر غاړه د منار جام موقعیت

عزیزي ویلي، چې په تېرو کلونو کې نړۍوالو فرهنګي سازمانونو په ځانګړې توګه يونسکو د جام د لرغوني منار د بنسټيزې ساتنې په برخه کې خپل مسووليت نه دى پر ځای کړی.

د راپورونو له مخې، یو له هغو خطرونو چې د جام منار ګواښي د هریرود سیند په غاړه د دغه منار موقیعت دی.

د وخت په تېریدو سره د هریرود سیند د وخت په تېرېدو سره خپله سوېلي څنډه ویجاړه کړې او د دغه منار په لور یې مخ ورګرځولی.

هر کال د بارانونو په موسم کې، د سېلابونو په ډېرېدو او د سیند اوبو د کچې لوړېدو سره منار جام ته د طبیعي زیان اوښتو ګواښ څو برابره ډیریږي.

د جام لرغونی ځای په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان د لومړي نړۍوال میراث په توګه وپېژندل شو. همدارنګه د منار د ساتنې د ناسم حالت او د لوټ کیدو د پایلو له امله، دا د یونسکو د نړۍوال میراث په نوملړ کې ثبت شو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button