هنر او ادب

نغمه :هر چېرته چې وي باید افغانۍ موسیقي ژوندۍ وساتو

افغاني موسيقۍ ژوندي وساتي

د هېواد مشهوره سندرغاړې نغمه وایي، چېرته چې د افغانستان نوم یاد شي، زه هلته په ویاړ سره ورځم او سندرې وایم، هره ځای او هر چېرته چې یو باید افغانۍ موسیقي ژوند وساتو.

دغه سندرغاړې د وروستي ځل لپاره څو ورځې وړاندې د امریکا په ورجینیا کې د افغانستان د ورځې د لمانځلو په مناسبت جوړ شوي پروګرام ته ورغلې وه او هلته یې کانسرت ترسره کړی و. نغمه د دا ډول کانسرتونو او پروګرامونو په اړه وایي، لکه څنګه چې په هېواد کې په موسیقۍ، هنر او د کلتور په رنګا رنګۍ بندیز لګېدلی دی، نو په دغسې شرایطو کې هېوادوال دا ډول پروګرامونو ته اړتیا لري

نور یی ولوله | شاه رخ خان د خپلې مور په اړه څه ویلي؟

نور یی ولوله | ګل پاڼې خپله کلیزه ولمانزله

د نغمې سندرې

هغه زیاتوي، افغانان که د نړۍ په هر ګوټ کې وي، باید خپل کلتور، هنر او موسیقي وپالي او پرېنږدي چې له خپل کلتور پردي شي، ځکه خو وایي، هر چېرته وي باید له افغانانو دا کلتور وانخلو او افغاني موسیقي ژوندۍ وساتو.

د یادونې وړ ده چې په یاد کانسرت کې نغمې بې نزاکتي هم کړې وه، هغې د ساونډ سیستم والا په مایک ویشتلی و، که څه هم هغې بخښنې هم غوښتې خو وایي چې ساونډ سیستم خراب و، چې له امله یې غبرګون ښودلو ته مجبوره شوه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button