هنر او ادب

د شاه رخ خان میرمنې ګوري خان په ټلویزون هم خپل کیریر پیل کړ

د بالیووډ د رومانس پاچا

د بالیووډ د رومانس پاچا شاه رخ خان د خپلې مېرمنې ګوری خان د نوې پروژې لپاره نیکې هیلې څرګندې کړې، دا په داسې حال کې ده چې ګوري خان په ټلویزون خپل کیریر پیل کړ.

د معلوماتو له مخې د بالیووډ غوره هیرو شاه رخ خان میرمن او ډیزاینره ګوري خان به ډېر ژر په ټلویزیون خپل کیریر پیل کړي، چې په دې اړه شاه رخ خان ډېره خوښي څرګنده کړې ده. شاه رخ خان په انسټاګرام یوه ویډیو شریکه کړې او خپله میرمن یې ټیګ کړې او په کیپشن یا سرلیک کې یې لیکلي، ستاسو د کوربه په توګه لیدو ته سترګې په لار یم.

نور یی ولوله | نغمه :هر چېرته چې وي باید افغانۍ موسیقي ژوندۍ وساتو

نور یی ولوله | شاه رخ خان د خپلې مور په اړه څه ویلي؟

ګوری خان به ډیر ژر کوربه وي

ګوری خان به ډېر ژر د یو ریالیټي شو کوربه وي، چې په هغې کې به د خلکو شخصي ځایونه او کورونه ډیزاینوي، په دې نوي ریالیټي ډیزاین شو کې به مشهور اداکاران کترینه کیف، ملایکه اروړه، ډایریکټره فرح خان او کبیر خان هم ولیدل شي.

ګوري هم په ټویټر کې یو پوسټ شریک کړی چې د شو د ریلیز کېدو اعلان یې کړی او سرلیک یې ورکړی، زما د خوښې یوه پروژه. د خوبونو ډیزاینولو او بدلولو ساعت، دا یو سفر دی.دوي پوسټونه داسې مهال کړي چې اکثره پلیران غواړي چې خپل ځان بکې شامل کړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button