نړیوال خبرونه

غزې ته د نړیوالو بشري مرستو لېږد زیات شوی

له دې وړاندې اسرائیلي ځواکونو غزې ته د مرستو رسولو مخه نیولي وه

د اسرائیلو له برید سره سم په غزه کې مېشت وګړي له سختو اقتصادي ستونزو او د لوږې له ګواښ سره مخامخ شول، ځکه اسرائیلو غزې تړانګې ته د مرستو مخه نیولي وه.

تازه د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ وویل چې په تېرو څو ورځو کې غزې ته د بشري مرستو په رسولو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی او زیاته یې کړه چې متحده ایالات غواړي دا مرستې دوام ومومي.

په ډراماتیک ډول د مرستو زیاتېدل

هغه له MSNBC سره په مرکه کې وویل: “مرسته په تېرو څو ورځو کې په ډراماتیک ډول زیاته شوې ده. دا مهمه ده، مګر دا باید دوام ومومي.”

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند زیاته کړه چې دوه زره لارۍ مرستې غزې تړانګې ته داخلې شوې دي.

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ له اوربند وروسته اسراییلو پر غزه بریدونه کړي

نور ولولئ: الجزایز ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په غزه کې د اوربند نوي طرحه وړاندې کړه

نور ولولئ: طالب رژیم: غزه کې باید ژر تر ژره اوربند وشي

د دې میاشتې په پیل کې، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ګواښ کړی و په هغه صورت کې به په غزه کې د اسراییلو د عملیاتو ملاتړ وکړي چې اسراییل د مرستندویه کارکونکو او ملکیانو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

gaza (3)
غزې ته د مرستو رسولو بهیر کې زیاتوالی

د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ورلډ سنټرل کیچن په نامه د یوې خیریه موسسې اوه غړي د اسرائیلي پوځ په برید کې ووژل شول.

له اسرائیلو سره د امریکا مشروط ملاتړ

دا لومړی ځل و چې د امریکا ولسمشر هڅه وکړه له اسراییلو سره د امریکا ملاتړ په جګړه کې د دغه هېواد د پوځیانو په چلند مشروط کړي.

جان کربي زیاته کړه: “لکه څنګه چې ولسمشر بایډن وویل، که موږ د وخت په تېریدو سره د پام وړ بدلون ونه وینو، د غزې په اړه زموږ پالېسي به بدله شي.”

په غزه کې د اسراييلو له هوايي او ځمکنيو عملياتو شپږ مياشتې تېرې شوې دي. دا عملیات د اکټوبر په اوومه د اسراییلو پر جنوبي سیمو د حماس ډلې له برید سره پیل شول. حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې لخوا د یوه ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی.

د غزې تړانګې زیاتره برخې د اسراییلو په عملیاتو کې ویجاړې شوي او فلسطینیان له پراخې قحطۍ او ناروغیو سره مخامخ دي. د غزې نږدې ټول اوسېدونکي بې کوره شوي دي.

مرستندویه ادارو شکایت کړی چې اسراییل د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ خوراکي توکو، درملو او نورو موادو ته د کافي لاسرسي تضمین نه کوي.

په غزه او د فلسطین په نورو سیمو کې لا هم جګړه روانه ده او اسرائیل په ټول شدت سره عملیات مخکې وړي چې ډېره مرګ ژوبله په کې ښځو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو ته اوړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button