ستاسې اند او نظر

غوږونوکې ډکې کارول څومره ضرر لري

د انسان بدن هر یو اندام څانته اهمیت لري په خاص ډول غوږونه په دې ډېر اهمیت لري د غوږونو خيری په ټولو تي لرونکو حېواناتو کې موجود دی، دا چې انسان هم د تي لرونکو د عالم څخه دی نو په انسانانو کې هم همدا د غوږونو خيری موجود دی، که څه هم موږ په خپله عامه ژبه کې دې ته د غوږونو خيری وايو خو په اصل کې دا د خيري هخوا ډېر څه دي، بلکې دا زموږ د غوږونو د پاک پاتې کېدو يو تر ټولو لوی سبب دی.

که څه هم په دې ليکنه کې به موږ همدې موادو ته چې زموږ په غوږ کې موجود دي د خيري خطاب وکړو خو په دې درسره پوه اوسئ چې دا خيری نه دی، ځکه دا مواد ټول کيمياوي مواد دي چې د اوږده وخت په پايله کې جوړ شوي دي، دا مواد په خپله غوږ د مالګو، شامپو يا نورو پاتې شویو مضرو موادو څخه ساتي.

د غوږ کانال داسې دی لکه بې لارې کوڅه د وتلو کومه لاره نه لري او ټول دا اضافي مواد هلته پاتې کېږي، د وخت په تېرېدو کله چې پوستکی تويېږي، بيا د وتلو کومه لار نه پېدا کوي او په پای کې دې موادو ته موږ د غوږونو خيری وايو، د وخت په تېرېدو د دې څخه داسې مواد جوړ شوي چې د غوږ دنننۍ پرده له ډېرو مضرو موادو څخه وساتي.

د دې ترڅنګ د غوږ په دې خالي ګاه کې د غوړو د غدو څخه ترشح شوي ځينې غوړ هم موجود دي، په دې کې نه يوازې چې غوړ دي، بلکې الکول، کولېسټرول غوندې نور کيمياوي مواد هم دي.

د غوږونو دا خيری د غوږونو په کار کولو کې مهمه ونډه لري، له دې کبله ددې څخه ځان خلاصول او د پاکولو هڅې یې بې ځايه دي، په اصل کې زموږ غوږونه داسې سيستم لري چې ځان په خپله پاکولی شي او اړتیا نشته چې موږ یې پاک کړو، په اصل کې موږ د غوږ د پاکولو په وخت کې غوږ نه پاکوو بلکې همدا مواد يا موږ چې ورته خيرى وايو نور هم دننه ورټېله کوو.

د مثال په ډول که موږ د غوږونو پاکونکي په نامه خرڅېدونکي لرګي وکاروو نو دا نه يوازې چې غوږ نه پاکوي بلکې صرف خيري په غوږ کې نور هم د غوږ د پردې خواته وردننه کوي، او د ډېر اوږده وخت لپاره یې کارول د غوږ د پردې لپاره لوی خطر جوړولی شي.

کله چې موږ د غوږ د کانال خيري نور هم د غوږ د پردې خواته ورټېله کړو، هلته ذخیره شي، دا د دې سبب کېږي چې وروسته غوږونه مو درد پيل کړي، يا د غوږ شديد خارښت رامنځته شي او يا هم د غوږ نورې ناروغۍ، ځينې وخت خو داسې کېږي چې د غوږ پرده له دې څخه متاثره کېږي او پايله یې دا کېږي چې د غوږ دننه يو بنګاری پېدا شي، دا داسې وي چې سړی حس کوي تل یې غوږ کې يو بنګ بنګ غږ وي، ځينې وخت د غوږ پرده ډېر ضرر ويني او ددې پردې د لړزو د خرابوالي سبب کېږي چې په پايله کې یې په غږ اورېدلو کې ستونزې راپيدا کېږي

د ۶۵ کلنو او له دې څخه د لوړ عمر لرونکيو خلکو د غوږ اکثراً ستونزې د غوږ د خيريو سره اړيکه لري او که همدا خيري چې ډېر دننه وي پاک شي يانې د پاکولو هڅه يې په خپله وشي نو دا ستونزه نوره هم لويېږي، که غوږ مو داسې کومه ستونزه درلوده نو ددې لپاره يو چکک بس دی، کولی شئ درې يا څلور ورځې د يو چکک څخه استفاده وکړئ، سهار او بېګاه په خپل غوږ کې درې او يا هم څلور څاڅکي واچوئ همدا مو ستونزه حل کوي او که په دې سره مو ستونزه حل نه شوه بايد په خپل سر هېڅ مداخله ونه کړئ، بلکې ډاکټر ته مراجعه وکړئ، په ډېر ساده ډول ستاسې له غوږ څخه دا خيري په ډېر مناسب ډول اخيستل کېږي او ستونزه مو حل کېږي.

که تاسې په خپله د غوږونو د خيريو د پاکولو لپاره هره مداخله وکړئ پايله به یې د غوږ نور خراب والی شي، په دې هکله ځينو موادو ځکه د فعاليت جواز اخيستی چې غوښتنه ډېره زياته ده که نه ځینو موادو ته بايد هيڅ د تولید جواز هم نه وای ورکړل شوی، له بده مرغه لويه ډله انسانان په دې باور دي او پوره قناعت یې ترلاسه کړی دی چې د غوږونو خيري بايد پاک شي او ددې لپاره ډول ډول لارو ته مراجعه کوي. د امريکا په متحده ايالاتو کې هر کال ۱۵۰ کسان د غوږ د خيريو د پاکولو په وخت کې د خپل غوږ پردې ته ضرر ورکوي او له دې کبله روغتونونو ته وړل کېږي، ددې په پايله کې یې ډېر کم پوره روغتيا پيدا کوي، ځينې یې په کامل ډول د اوریدو نعمت له لاسه ورکوي او ځینې يې بيا صرف د اوریدو د شديدو ستونزو سره پاتې کېږي او خپل ژوند ته همداسې دوام ورکوي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button