نړیوال خبرونه

قطر ته د محمدیعقوب مجاهد سفر او د دفاع وزیرانو په کنفرانس کې ګډون

د طالبانو دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد په قطر کې د دفاع وزیرانو په یوه کنفرانس کې ګډون کړی دی

هاخوا د ملا محمدیقوب مجاهد او د طالبانو د رژیم ځینې نور لوړ پوړي چارواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې دي، خو په ورته وخت یې د ښاغلي مجاهد په څېر مهم کسان بېلابېلو هېوادونو ته په غونډو او کنفرانسونو کې د ګډون په موخه سفرونه هم کوي.

تازه د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد په قطر کې د ځينو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ګډون کړی دی.

د لیدنو او غونډو د اجنډا په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دوشنبه د کب پر ۱۴مه پر خپله ایکس‌پاڼه په قطر کې د ځينو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د محمدیعقوب مجاهد د ګډون خبر ورکړی دی.

yaqob
د وسلو له نندارتون د طالبانو د دفاع وزیر لیدنه

نوموړي زیاته کړې: «محمدیعقوب مجاهد قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د هغه هېواد د امیر نایب الشیخ عبدالله بن حمد ال ثاني، همدا راز د قطر د دفاع وزیر او رییس ارکان سره په داسې حال کې ولیدل چې د ګڼو نورو هېوادونو د دفاع وزیران هم ورسره و.»

نور ولولئ: پاکستان کې افغان کډوال؛ د پاکستان د چلن پر وړاندې د ملا یعقوب توند غبرګون

نور ولولئ: قطر ته د دفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب مجاهد لومړی رسمي سفر

نور ولولئ: دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد : افغانستان په رښتینې مانا خپلواک دی

په ورته وخت کې د دغې غونډې د اجنډا په اړه نور جزییات وړاندې شوي نه دي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد او لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت پرون قطر ته تللي دي.

په قطر کې طالبانو ته خپل سپین بیرغ نه دی پرېښودل شوی

کره سرچینو تایید کړي ده چې د طالبانو د حاکم رژیم بیرغ چې سپین رنګ لري، نه دی پرېښودل شوی، بلکې پر ځای یې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ د غونډې په بهیر کې ایښودل شوی. خو طالبان لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

yaqob1
د طالبانو دفاع وزیر ته د وسلو ډولونه تشریح کېږي

طالبان هڅه کوي چې نړۍ ورسره تعامل وکړي او په رسمیت یې وپېژني، خو تر اوسه له چین پرته یوه هېواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي.

نړیوال له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې ټول‌ګډونه حکومت رامنځته کړي، خو طالبان بیا ددوی اوسنی رژیم ټول‌ګډونه بولي او وايی چې د ټولو قومونو استازي په کې برخه لري.

پر طالبانو نیوکه کېږي چې په هره تخنیکي او مسلکي اداره کې یې له ملا پرته بل چاته واک نه دی ورکړی او هر کار یې اهل ته نه دی سپارلی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button