له افغانستانه د شوروي پوځونو وتل؛ راتګ او یرغل یې غمېزه وه
نن د دلوې (۲۶) هغه ورځ چې په دې ورځ د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستانه وتلي دي
روسي ځواکونه چې د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږمه افغانستان ته دننه شول، ورسره هم مهاله جګړو زور واخیست او ګڼ افغانان ګاونډیو هېوادونو ته وکوچېدل.
روسي ځواکونه ټول ټال نهه کاله په افغانستان کې وجنګېدل او خورا مالي او ځاني زیانونه یې هم ولیدل.
د ځینو شمېرو له مخې په دغه موده کې د افغانستان نهه سلنه وګړي ووژل شول، ۱۱ سلنه یې معلول او له ۳۳ څخه تر ۳۵ سلنې وګړي ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډوال شول.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی پخوانی جهادي دلاور وايي، که هغه مهال روسانو یرغل نه وای کړی؛ نو نه به څوک کډوال شوی وای او نه به چا د پخواني نظام پر ضد وسله اخیسته، هغه د جګړې د سختېدو د لاملونو په اړه وویل:« زه هغه مهال د نهم ټولګي زدهکوونکی وم نوی زلمی شوی وم. په کلي کې اوازه شوه، چې د روسانو د یرغل پر ضد باید ټول ودرېږو، ما هم درسونه پرېښودل او د قلم پر ځای مې ټوپک غوره وګاڼه او د جهاد لیکو ته لاړم تعلیم، کور او هر څه راځینې پاتې شول او د افغانستان د خلکو بدمرغي له همدغه ځایه پیل شوه.»
د شوروي یرغل زیانونه
د دغې جګړې له پیله د افغانستان ښوونځي، پلونه سړکونه، دولتي ودانۍ او نور ټولګټي تاسیسات ځکه ونړول شول چې هغه مهال د خلکو سره دومره پوهه هم نه وه، چې دوی په حقیقت کې خپله شتمني له منځه وړي.
نور ولولئ: د جدي۶ پر افغانستان د شوروي یرغل ورځ؛ سراج حقاني: د طالبانو په حکومت کې ځان غوښتنه نه منل کېږي
نور ولولئ: طالبان ټول ګدونه حکومت جوړول نه غواړي
نور ولولئ: ولسمشر غني: د شوروي فوّځیانو نامسئولانه وتلو کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړه
پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل په کلونو کې روسانو ته هم درنه مرګ ژوبله واوښته.
داسې راپورونه هم شته، چې په دغه موده کې شاوخوا ۱۴۵۰۰ روسي ځواکونه وژل شوي او په همدې شمېر کې نور یې معلول شوي هم دي، دا رنګه ملیارډونه ډالر مالي زیانونه هم وراوښتي دي.
شوروي اتحاد ولې پر افغانستان یرغل وکړ؟
د افغانستان د پوځ پخوانی ډګروال عبدالله افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل:« هغه مهال په نړۍ کې سړه جګړه په شدت روانه وه. امریکا خپلې وسلې او تجهیزات د اروپا پولو ته رالېږدولي وو. د چین سره هم د مسکو اړیکې زیاتې ترینګلې شوې وې. پاکستان د امریکې په لمسون د هغه هېواد پر ضد مستقیمه جکړه پیل کړې وه، چې شوروي پلوه مفکوره یې لرله او دا رنګه د افغانستان په ګاونډ کې ایران کې هم د اسلامي انقلاب په راتګ سره د هغه وخت د شوروي اتحاد پر ضد خوځښتونه زیات شوی وو؛ نو ځکه شوروي اړ شو چې په افغانستان یرغل وکړي او د خپلو هم فکره بلویانو په ملاتړ یې دغه کار ته زړه ښه کړ.»
خو بیا کله چې د ژینو د سولې تړون د افغانستان، پاکستان، پخواني شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ لاسلیک شو؛ نو د شوروي اتحاد وروستي ولسمشر میخایل ګورباچوف د خپل هېواد د پوځونو جګړه د هندوکش د غرو په لمن کې د «ناسور ټپ» وګنله او د ۱۹۸۹ کال په فبرورۍ کې یې خپل ځواکونه له افغانستان واېستل؛ خو دې ټپ د افغانانو او روسي پوځیانو پر جسم او روح دومره ژور فزیکي او روحي اغېز پرېښود، چې لا یې هم نښې نښانې پر ځای پاتې دي.