نړیوال خبرونه

د کابل اوسېدونکي د پاسپورټ د وېش د بیا پیل غوښتنه کوي

د کابل اوسېدونکي وايي چې د پاسپورټ د نه لرلو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او اړتیا ده چې له ځنډ پرته د پاسپورټ د وېش بهیر بیا پيل شي

د پاسپورټ غوښتونکي: 

دوی زیاتوي چې د پاسپوټ لرل د دوی بنسټيز حق دی او چارواکي باید په دې هکله جدي پاملرنه وکړي. د کابل اوسېدونکی نسیم وايي:«په ټول کې د افغانستان د خلکو غوښتنه همدا ده چې د پاسپورټ ریاست ژر تر ژره پرانیستل شي. د کابل اوسېدونکې زهرا هم وویل:«له اسلامي امارته غواړو چې د پاسپورټ ریاست دروازه د ټولو افغانانو لپاره پرانیزي. خو د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند وايي، ډېر ژر به د پاسپورټ ورکړې بهیر پیل شي. 

نور یی ولوله | هرات کې ښځو ته د کار زمینه برابره شوه

نور یی ولوله | مجاهد:هېواد کې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د فعالېدو احتمال شته

د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند: 

د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن څرګنده کړه:«هیله شته او په دې دې برخو کې ځینې کارونه شوي دي؛ خو لاهم ځينې ستونزې شته چې ټيمونه په دې هکله کار کوي. کله چې ستونزې حل شي، موږ به د وېش بهیر پيل کړو. 

د روان کال د تلې پر شپاړسمه هېوادوالو ته د پاسپورټ ورکړې بهیر ودرېد او د پاسپورټ ادارې د دغې چارې لامل هم تخنیکي ستونزې په ګوته کړې.خو ویل کیږي چې باسپورټ باندې ډېر بېروبار له امله هم دوي د پاسپورټ ریاست بند کړ

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button