اقتصاد او سوداګري

مالیې وزارت: د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګرۍ کې تراوسه خنډ نشته

اړوند خبرونه: 

ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي

د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي

د مالیې وزارت وايي، چې د ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه خلاص دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په وړاندې هېڅ خنډ نشته.

وزارت په یوه اعلامیه کې چې نن (دوشنبه، د جون ۱۶مه) خپره شوه، ویلي چې له ایران سره سوداګري په نورمال ډول او پرته له کومې ننګونې پرمخ ځي.

په ورته وخت کې، د مالیې وزارت زیاته کړه چې د ایران په بندر عباس کې د افغان سوداګریزو توکو بارولو پروسه هم په نورمال ډول روانه ده.

په اعلامیه کې ویل شوي: “د ایران په اسلامي جمهوریت بندر عباس کې د افغان سوداګریزو توکو بارول په نورمال ډول او پرته له کومې ستونزې دوام لري.”

د یادولو ده چې د جون په ۱۴مه، د فراه او نیمروز ولایتونو د ابو نصر فراهي ګمرک او د ایران لوري ته ګمرکونه په هغه هېواد کې د ځینو مراسمو د ترسره کېدو له امله تړل شوي وو، خو نن بیرته پرانستل شوي او د پخوا په څېر فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو ورځو کې، په منځني ختیځ کې د کړکیچونو د زیاتوالي وروسته، د هېواد یو شمیر اتباعو د تېلو د بیو د لوړېدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او له حکومت څخه یې غوښتي چې د بیو کنټرول ته ډیره پاملرنه وکړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button