نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

متحده عربي امارات: سرک باندې ماسک غورځولوسره به هر کس، ١٠٠٠ درهم جريمه کيږي

د عربي اماراتو په عجمان سټیټ کې پوليسو د هغه کسان لپاره سخته جريمه ټاکلې ده، چې څوک په سرک يا په کوڅو کې استعمال شوي ماسکونه غورځوي.دغه خلک د دې لپاره جرمانه کيږي چې عام خلک په لارو کوڅو کې ماسکونه ونه غورځوي او عام خلک د کرونا د پۍښو نه بچ پاتې شي.

د ګلف نيوز د راپور له مخې ، د عجمان پوليس هغه کسان ١٠٠٠ درهم جريمه کوي، چې څوک د سرک په سر يا په کوڅه کې خپل کارول شوى ماسک وغورځوي. د عجمان پوليسو ډګرمن محمد مبارک الغافلي چې د پوليسو د روغتيا او خونديتوب کمېټې مشر دى، ګلف نيوز سره په خبرو کې ويلي دي، چې په سرک ماسک غورځول د خلکو د خونديتوب لپاره خطرناک دى.

هغه وايي، چې هر څوک خپل کارول شوى ماسک غورځوي، نو هغه دې لومړى په يو پلاستيک کې واچوي او بيا دې يې په کثافتدانۍ کې وغوررځوي او له هغه وروسته دې خپل لاسونه په صابون ووينځي.تر څو د کرونا ویروس څخه مخنیوۍ وشي.

نوموړى وايي، چې په سرک د ماسک غورځول د کورونا ويروس خپرول دي. هغه وايي چې د عجمان ډېرى اوسېدونکي د ويروس له پيله عامه پوهاوى ترلاسه کړى دى، خو اوس هم داسې خلک شته چې هغه احتياط نه کوي.

نوموړي وويل، چې موږ د دې کار سخت خلاف يو چې يو څوک دې داسې يوه چاره ترسره کړي چې هغه دې د ويروس د خپرېدو لامل شي، بايد خلک د ويروس د مخنيوي په برخه کې خپله وظيفه ترسره کړي او داسې کومه چاره ونه کړي چې نورو خلکو ته دا ويروس ورسوي.

هغه همدا راز له نورو خلکو څخه هم غوښتنه کړې ده، چې که داسې څوک وويني چې د سرک په سر خپل کارول شوى ماسک غورځوي، نو پوليسو ته دې په عاجل ډول معلومات ورکړي، تر څو د دې چارې مخنيوى وشي.

د یادونې وړ ده چې کرونا ویروس خپریدونکې ناروغي ده باید افغانان هم د پې ځایه ګرزیدو نه ډډه وکړي که څوک بیرن ته وځي نو باید ماسک واچوي د دې ترڅنګ چې که څوک بیرون هم وځي نو باید په صابون و مینځي تر څو د کرونا ویروس خپریدو نه مخنیوۍ وشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button