کورني خبرونهنړیوال خبرونه

محبوبه سراج د سولې د نوبل جایزې ته نومانده ده

افغانه حقوقي فعاله محبوبه سراج د سولې د نوبل جایزې ته نومانده شوي ده

محبوبه سراج هغه افغانه فعاله مېرمن ده چې د ښځو د حقوقو لپاره یې په نړیواله کچه ډېرې هلې ځلې کړي دي او له همدې امله د هغې د ستایلو لپاره په هېواد کې دننه او باندې وخت نا وخت مراسم نیول شوي او تر څنګ یې ګڼې جایزې هم اخیستې دي.

نور ولولئ: د نړۍ غوره پوهنتونونه چې په کې زده‌کړه د هر کس هيله ده

سراج هغه مېرمن دي چې څو ځله یې له طالب چارواکو مخامخ د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصون غوښتنه کړي ده. یوازینۍ فعاله بلل کېږي چې مخامخ له طالبانو د ښځو او افغانانو حقوق غواړي.

د یادې جایزې په لېست کې د هغې نوم

د اسلو د سولې ځېړنیز مرکز مدیر هنرېک اورډال اعلان وکړ، چې د افغان فعالې محبوبه سراج نوم د سولې نوبل جایزې په وروستي نوملړ کې شامل شو. هغه زیاته کړه، چې سږکال د دغې جایزې احتمالي ګټونکي د بشري حقونو فعالان دي.

رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ د (تلې ۷مه) راپور ورکړ، چې د سولې د نوبل جایزې په نوملړ کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، په روسیه کې مخالفه رهبر الکسي ناوالني نومونه هم شامل دي.

سربېره پر دې له ایرانه د ښځو د حقونو مخکښه فعاله نرګس محمدي هم د سولې د نوبل جایزې په وروستي نوملړ کې راغلې ده.

هغه له څو کلونو راهیسې په زندان کې وه او د ایران د دولت له سختو مخالفینو څخه ده.

د محبوبه سراج تر څنګ یوه ایرانۍ فعاله

له دې وروسته د اسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ اعلان وکړ، چې افغانه فعاله محبوبه سراج او ایرانۍ فعاله نرګس محمدي یې د سولې د نوبل جایزې د ترلاسه کولو لپاره د نوبل کمیټې ته وړاندیز کړی دی.

د اسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ د طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړی دی او په افغانستان کې د کړکېچن بشري وضعیت په اړه د نړۍ پام راړول اړین ګڼي.

نور ولولئ: د د کن فستیوال جایزه ګټونکی فلم

د سولې د نوبل جایزې د نوماندانو په نوملړ کې د محبوبه سراج د نوم شاملېدل په افغانستان کې د ښځو فعالانو له غبرکونونو سره مل شو.

دا لومړی ځل نه دی، چې له افغانستانه څوک د نوبل سولې جایزې ته نوماندېږي. د بشري حقونو کمیسیون پخوانۍ مشره سیما سمر هم په ۱۳۸۹ کال کې دغې جایزې لپاره نومانده شوې وه.

پر دې سره بېره په افغانستان کې نورې ګڼې مېرمنې هم شته چې د طالبانو پر ضد د حقوقو د خوندي کولو لپاره مبارزه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button