محمد نبي د شل اوریز لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې خپل لومړی مقام له لاسه ورکړ
د آل راونډرانو په درجه بندۍ کې
د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د نړیوالو شل اوریزو د لوبغاړو درجه بندي اعلان کړه، چې د الراونډرانو په درجه بندۍ کې محمد نبي له ډېرې مودې وروسته خپل مقام له لاسه ورکړی او شکیب الحسن ترې مخکې شوی دی
د نبي کیریر
چې د شل اوریزو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې شکیب الحسن لومړی، محمد نبي دویم، معین علي دریم، ونېندو هسرنګا څلورم، مکسویل پنځم، جی جی سمېت شپږم، هاردیک پاڼډیا اووم، ذیشان مسعود اتم، روښان مصطفی نهم او دیپندرا ایري لسم مقام لري.
نور یی ولوله | سری لنکا څرنګه پاکستان ته ماتې ورکړه
نور یی ولوله | اسیا جام او د افغان لوبغاړو کارکردګي
د شل اوریزو لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې لومړی مقام جوش هازلووډ لري، تبریر شمسي دویم، عادل رشید دریم، ادم زمپا څلورم او راشد خان پنځم مقام ته رسېدلی دی او مجیب بیا نهم مقام کې دی. د شل اوریزه لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې بیا محمد رضوان لومړي مقام ته راغلی، خو بابر اعظم له دویم مقام هم لوېدلی دی او دریم ته تللی دی او ایدین مارکرم څلورم مقام کې دی
د ای سي سي د لوبغاړو درجه بندي.
همدغه راز ویرات کوهلي بیا له څو دیرشم مقام نه پنځلسم مقام ته راغلی، ګربز هم په اولسمه مقام کې دی او حضرت الله ځاځی چې څه وخت وړاندې په غوره لس توپ وهونکو کې و، اوس نولسم مقام کې دی.د یادولو وړ ده چې نبي د ډېر وخت راهیسې خپل پرفامنس ته توجع کړې وه او هر میچ کې ېې ښه ټوپ وهنه او توپ اچونه کړې وه