سیمه

محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د محاکمې د استیناف پرېکړه ځنډولي

د عمران خان د وروستي محکومیت او د فساد په قضیه کې د درې کلن بند په اړه د استناف غوښتنه ځنډولې

د عمران خان وکیل وايي، په اسلام اباد کې محکمې د یوې ورځې لپاره هغه مهمه پرېکړه وځنډوله چې تمه کېده د دغه هېواد د زنداني شوي پخواني لومړي وزیر له خوا د هغه د وروستي محکومیت او د فساد په قضیه کې د درې کلن بند په اړه د استیناف غوښتنه وکړي.

د خان وکیلانو وویل، د اسلام ایاد ستره محکمه به د جمعي په ورځ د خان د استیناف غوښتنې محکمه بیا پیل کړي.

د مجرم په توګه د عمران خان پېژندل کېدل

د کرېکټ پخواني‌‌‌‌‌‌ ستوري او د اپوزیسیون لوړ پوړي مشر د خپلې دندې پر مهال د ترلاسه شویو دولتي ډالیو د پلورلو وروسته، د شتمنیو پټولو په تور مجرم بلل شوی و او د اګسټ په پنخمه د یوې بلې محمکې لخوا په بند محکوم شو.

نور ولولئ: محکمې د عمران خان ضمانت وغځاوه

خان د خپلې حقوقي ‌‌‌‌‌‌ډلې له لارې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې محکمې په بېړه د نوموړي په حق کې پرېکړه کړې.

۷۰ کلن خان چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د باور رایې د نه تر لاسه کولو له امله له واکه لرې شو، اوس د پنجاب ایالت په اټک زندان کې بندي دی.

نوموړي د فساد تورونه رد کړي او وايي، له قانونه یې سرغړونه نه ده کړې.

د عمران خان د خوشي کېدو په اړه د وکیلانو دلیلونه

د پنجشنبې په ورځ د خان حقوقي ‌‌‌‌‌‌ډلې چې په کې بابر اعوان، لطیف کهوسه او نعیم حیدر پنجوته شامل وو، د خان د راخوشې کېدو په اړه خپل دلیلونه وړاندې کړل.

د محکمې د پریکړې تر اورېدو مخکې د خان وکیل پنجوته پر ټویټر پاڼه د خان د خوشې کېدو لپاره خوشحالي څرګنده کړه.

خان د تورونو او بندي کېدو سره، سره په پاکستان کې ډېر نوموتی شخصیت دی، د پاکستان تحریک انصاف ګوند تمه لري چې په راتلونکو ټاکنو کې به سیاسي مخالفین سخت وځپي.
نور ولولئ: بالاخره د عمران خان وکیل وتوانېده چې له خان سره وګوري

خان تر هغه وخته په ټاکنو کې برخه نه شي اخیستی، تر څو د ایستناف غوښتنه یې نه وي منل شوي او له زندانه نه وي خوشې شوی.

د اګسټ په لومړیو کې د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ، پر خان د فساد د تورونو پر بنسټ د پنځو کلونو لپاره په ټاکنو کې له ګډون څخه منعه کړ.

د پاکستان د قانون له مخې هېڅ محکوم شوی کس د ګوند مشري نه شي کولی او په ټاکنو کي د ګډون حق نه لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button