افغانستانساینس او ټېکنالوژي

ملګري ملتونه: د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د انرژۍ له شدید فقر سره مخ دي

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د انرژۍ له شدید فقر سره مخ دي، چې دې وضعیت د هېواد په ښوونیز او روغتیايي سیسټمونو کې جدي خنډونه رامنځته کړي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د انرژۍ نشتوالی د خلکو پر ورځني ژوند او بنسټیزو خدمتونو باندې ژورې منفي اغېزې ښندلې دي. دغې ادارې په خپله ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي چې د برېښنا کمښت نه یوازې د خلکو ورځني کارونه ګډوډ کړي، بلکې د روغتیا په څېر حیاتي خدمتونه یې هم له ستونزو سره مخ کړي، چې تر ټولو ډېر زیان یې زیانمنونکو وګړو ته اوښتی دی.

لمریزه انرژي د هیلې یوه سرچینه

د دې ننګونو سره سره، دغه سازمان وايي چې د لمریزې انرژۍ کارونې په ځینو سیمو، په ځانګړې توګه په ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو کې، د هیلې یوه باثباته سرچینه رامنځته کړې ده. د UNDP په وینا، یوازې سږ کال د افغانستان په مرکزي سیمو کې ۲۳ ښوونیز مرکزونه د لمریزې برېښنا په تختو سمبال شوي دي. د دې اقدام په پایله کې، له ۱۰ زره او ۳۰۰ څخه ډېر زده‌کوونکي باثباته انرژۍ ته لاسرسی موندلی او د زده‌کړو کیفیت یې لوړ شوی دی.

د دې تر څنګ، یو شمېر روغتیايي مرکزونه هم په لمریزو سیستمونو سمبال شوي ترڅو وکولای شي د برېښنا پر ناپایدارې شبکې له تکیې پرته خپلو خدماتو ته دوام ورکړي.

دا هم ولولئ:  د امریکا د مرستو کمښت؛ د روغتیايي سکټور سقوط او د لوږې بحران

پر وارداتي برېښنا تکیه

افغانستان په لویه کچه له ګاونډیو هېوادونو څخه پر وارداتي برېښنا تکیه کوي. خو دا واردات د هېواد د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه دي او حتی لوی ښارونه هم د انرژۍ له جدي کمښت سره مخ دي.

ملګري ملتونه وايي چې د نوي کیدونکې انرژۍ، په ځانګړې توګه د لمریزې برېښنا، د کارونې پراختیا کولای شي له دې وضعیت سره د مقابلې او د میلیونونو افغانانو د ژوند شرایطو د ښه کولو لپاره یوه اغېزمنه حل لاره وي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button