ټکنالوجي

د مصنوعي هوښ په وسیله جوړو شویو سندرو هنرمندان هېښ کړي

یو ټیک ټاکر چې نوم یې ندی څرګند، په دې وروستیو کې داسې سندره پر خپل حساب خپره کړې ده چې له شعر او موسیقۍ نیولې تر غږونو پورې، د پاپ د مشهورو سندرغاړو ډریک او ویکینډ له یوې مشهورې سندرې سره ورته والی لري

د موسیقۍ د صنعت ډېر کارکوونکي ددې سندرې په اورېدو هېښ شوي ځکه دا سندره په اصل کې د ډریک او ویکینډ نده بلکه د مصنوعي هوښ په مټ جوړه شوې ده.

نور ولولئ: د مصنوعي ځېرکتیا روباټ ګټې او زیانونه

د موسيقۍ چارو کارپوهان وايي، د دې ټکنالوژۍ په مټ د سندرو جوړېدل چې دومره ګران کار نه بریښي، د موسیقۍ د صنعت کارکوونکي اړ کړي چې پدې غور وکړي چې د مصنوعي ځیرکتیا په مټ له جوړې شوې موسیقۍ سره څنګه چلند وکړي.

د موسیقۍ د صنعت ځینې کارکوونکي د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوژۍ په مټ د سندرو تولید غیر عادلانه یا غیرقانوني بولي

د لندن د هنرونو پوهنتون استاده ربیکا فیبرنک وايي، یو ځل چې کمپیوټر د سندرغاړي د غږ په نمونه باندې پوه شي نو بیا اړتیا نشته چې د هماغه سندرغاړي د غږ ډیرې نمونې یا ډیتا ورواچول شي. او د هغې نمونې په اساس نورې سندرې جوړولای شي.

نور ولولئ: کارپوهان وايي مصنوعي زیرکتیا کیدای شي د ۸۰ سلنه دندو ځای ونیسي

د یونیورسل موسیقۍ ګروپ، د دواړو هنرمندانو ډریک او ویکینډ په استازیتوب په یو خپور شوي بیان کې د هنرمندانو د موسیقۍ د ساتنې په اړتیا ټینګار کړی. خو کارپوهان وايي چې دا لا ددې کار پیل دی.

د سټنفرډ پوهنتون استاد جي وانګ وايي: “اوس تیر له کمانه خطا شوی.” نوموړی وايي، بهتره به دا وي چې دا ټکنالوژي د یو اصل په توګه ومنل شي او سمه ګټه ورڅخه واخیستل شي.

فیبرینک وايي، د موسیقۍ صنعت باید پرېکړه وکړي چې کومه لار غوره کوي، دې کار خلاف مبارزه کوي او یا ترې ګټه اخلي.

يوازې موسيقي نده بلکې ډېر نور صنعتونه هم دي چې زيانونه ورته اوښتي دي

يوازې د موسيقۍ صنعت نه دی چې مصنوعي ځيرکتيا يې په چارو او کړنو تأثير کړی بلکې ډېری نور صنعتونه هم د مصنوعي ځيرکتيا د منفي اغيزو ښکار شوي دي او کارپوهان نه پوهيږي چې پر وړاندې يې څنګه چلند او مبارزه وکړي.

نور ولولئ: سپینه ماڼۍ ويلي د مصنوعي ذکاوت پر وړاندې انسانان خوندي وساتئ

د کمپيوټر او ټلويزيون پر چارو يې تر نورو صنعتونو ډېر تأثير کړی دی. ګڼو هېوادونو د مصنوعي ځيرکتيا پر مټ خبرونو ته نطاقان او وياندويان روباټونه جوړ کړي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button