Uncategorized

ملګري ملتونه: د دوبۍ په نندارتون کې د افغان میرمنو تولیدات نندارې ته وړاندې کېږي‌

افغانستان کې د ملګروملتونو انکشافي اداره(UNDP)  وايي، چې د ښځو د سوداګرۍ او صنعت د خونې په همکارۍ په دوبۍ کې د ۲۶ کوچنیو او متوسطو متشبثو افغان میرمنو د تولیداتو د نندارتون ملاتړ کوي

د ملګروملتونو نوموړې ادارې د چهارشنبې د ورځې ناوخته د مارچ په اتمه چې د کب مياشتې له ۱۷‌مې سره سمون خوري په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا نندارتون به د مارچ د میاشتې په ۱۶ مه د دوبۍ د “روتانا ارجان” په هوټل کې دریو ورځو لپاره جوړ شي.

ټاکل شوې په دې نندارتون کې به سوداګریز توکي لکه ګاڼې، قالینې، وچه میوه، لاسې صنایع، د لرګیو مصنوعات او د زعفران تولیدات نندارې ته کیښودل شي.

د ملګروملتونو د انکشافي ادارې د افغانستان د دفتر مسول عبدالله الدرداري ویلي، چې متشبثې میرمنې د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د یو کاروبار د پیلولو پر مهال د خورا زیاتو ګواښونو سره مخ دي.

ښاغلي الدرداري ویلي: “له افغانستان څخه بهر د اړیکو نشتوالی یو له هغو ستونزو څخه دی، چې هغوی ورسره مخ دي. دغه نړیوال نندارتون به لږ ترلږه د هغوی (افغان میرمنو) د ځینو ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي چې وکولی شي نورو بازارونو ته لاس رسی ومومي”.

د ملګروملتونو انکشافي ادارې ویلي چې دغه ۲۶ افغان متشبثو میرمنو نومونه یې د هغو ۳۴ زره ښځو څخه چې د سوداګرۍ په برخه کې ورسره دا اداره همکاري لري د یو پروګرام له مخې غوره کړي دي.

نور ولولئ: کابل کې د تولید، کار او تحصیل تر سرلیک لاندې د نندارتون دایر شوی

ښاغلي الدرداري ویلي: “مونږ دې ته ژمن یو، چې هرې ممکنې لارې دغو متشبثو افغان میرمنو څخه ملاتړ وکړو. د ملګروملتونو انکشافي اداره د ښځو د سوداګرۍ او صنعت د خونې او ښځو سره د مرستې په برخه کې د فعالو غیر دولتي موسسو له لارې په مستقیم د متشبثو افغان میرمنو کاروبار سره مرسته کوي.”

الدرداري زياتوي چې په دوبۍ کې د دغو ۲۶ متشبثو میرمنو سره د نندارتون د پرانیستلو په برخه کې د ملګروملتونو ددغې ادارې دا مرسته افغان متشبثو میرمنو سره د دغې ادارې مرستو یوه برخه ده، چې په افغانستان کې ښځو سره د کوچینو مالي او غیرنغدي مرستو له لارې ترسره کیږي. دغې ادارې ویلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې تر ۵۰ زرو پورې متشبثو افغان میرمنو ته د دغسې وړو مالي او تخنیکي مرستو د برابرولو پلان لري.

د ښځو د سوداګرۍ او صنعت خونې ویلي، چې متشبثې افغان میرمنې افغانستان کې تل پاتې اقتصادي ودې ته ژمنې دي. دغې خونې ویلي چې اوس مهال ښځې په افغانستان کې د بل هروخت څخه زیات اقتصادي فرصتونو او مالي استقلال ته اړتیا لري او دننه او په بهر کې د نویو بازارنو په پرانیستلو سره د ښځو له کاروبار څخه ملاتړ کوي.

ځینو افغان متشبثو میرمنو د طالبانو په راتګ د خپل کار د زیان په اړه خبر ورکړی

ځینې متشبثې افغان میرمنې وايي، افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د دوی کاروبار ډیر زیان لیدلی دی او ځینې کارونه یې بند شوي دي

د کرنې په سکټور کې د متشبثو ښځو د ټولنې موسس ممتاز یوسفزي رسنيو ته ویلي و، چې پر ښځو باندې د طالبانو د حکومت محدودیتونو نه یوازې ښځې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې بلکې ښځو ته یې روحي ستونزې هم پیدا کړې دي.

د ملګرو ملتونو د انکشافي ادارې د اټکل له مخې پر ښځو باندې د طالبانو د حکومت بندیزونه کیدای شي د افغانستان اقتصاد ته تر یو ملیارد ډالرو پورې زیان ورسوي. دا اداره وايي چې دا اندازه د افغانستان د ناخالص کورني تولید پنځه سلنه جوړوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button